Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 4:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 نو بيا د ښار محاصره کېدل په کښې جوړ کړه، ګېرچاپېره ترې نه دېوال جوړ کړه چې يو کس ترې نه نۀ شى تښتېدلے. د دشمن د فوجيانو کېمپ جوړ کړه او دېوال ته د خاورو ډيرى او د قلعې د ماتولو مشينونه تيار کړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 4:2
12 Iomraidhean Croise  

د يوآب سړى خبر شول چې شيبا هلته دے، نو هغوئ لاړل او ښار يې محاصره کړو. هغوئ بهرنى دېوالونو ته د خاورو ډېرى جوړ کړل او دېوال کنستل يې هم شروع کړل چې دا راوغورزيږى.


د يهوداه بهترينې واديانې د جنګى ګاډو نه ډکې وې، په آسونو سوارۀ فوجيان د يروشلم د دروازو په مخکښې حملې دپاره ولاړ وُو.


وګورئ چې بابليانو د ښار د نيولو دپاره ګېرچاپېره څنګه د خاورو ډېرى جوړ کړل. د جنګ، قحط او وبا په وجه به دا ښار بابليانو ته څوک چې پرې حمله کوى حواله شى. تا چې څۀ وئيلى وُو نو هغه کارونه وشول، اوس يې په خپله وګوره.


نو مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، تاسو د ښار کورونه او تر دې چې شاهى محل هم راوغورزولو د دې دپاره چې د دشمن د محاصرې او حملې په وخت کښې تاسو د هغې په ملبې خپل د خاورو ډېرو دېوالونه مضبوط کړئ.


نو د صدقياه بادشاه د حکومت په نهم کال، په لسمه ورځ د لسمې مياشتې نبوکدنضر د بابل بادشاه د خپل ټول فوج سره په يروشلم حمله وکړه. هغوئ ښار محاصره کړو او د دې د دېوالونو نه يې ګېرچاپېره مورچې جوړې کړې.


مالِک ربُ الافواج خُدائ فرمائى چې، ”ونې يې ووهئ، او د خاورو د ډېرو نه د يروشلم محاصره وکړئ. دې ښار ته دې سزا ورکړے شى، ځکه چې په دې کښې د ظلم او زياتى نه بغېر نور څۀ په نظر نۀ راځى.


نو د هغۀ په ښى لاس کښې به فال د يروشلم دپاره راشى، چرته چې به هغه د دېوالونو غورزولو مشين ولګوى، هغه به د قتل و غارت حکم ورکړى، او د جنګ آوازونه به وکړى، او د دروازو خلاف به د ماتولو مشينرى ولګوى، حصارونه به جوړ کړى او د محاصره کولو دپاره به د خاورو ډېرى جوړ کړى.


کنډر، کنډر، زۀ به ښار کنډر کړم. دا به بيا په خپل حال نۀ شى ترڅو چې هغه رانۀ شى د چا چې دا حق دے چې فېصله پرې وکړى. چا ته به چې زۀ دا مُلک ورکړم.“


نو کله چې ستا د محاصرې ورځې په ختمېدو شى، د وېښتو درېمه حِصه په ښار کښې دننه وسوزوه. او بله حِصه يې د ښار نه ګېرچاپېره په تُوره ووهه او ذره ذره يې کړه. او بله حِصه په هوا کښې وشينده، ځکه چې زۀ به تُوره دوئ پسې راوکاږم.


نو بيا به د شمال بادشاه راشى او قلعه بند ښار د قبضه کولو دپاره به د خاورو ډيرى جوړ کړى. د جنوب فوجيان به دوئ ايسارولے نۀ شى، تر دې چې د ټولو نه ښۀ او زورَور فوجيان به هم د هغوئ مقابله نۀ شى کولے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan