17 ځکه چې خوراک او اوبۀ به په کمېدو وى او هغوئ به د يو بل د شکل نه يريږى، او د خپلې ګناه د سزا د لاندې به د لوږې نه مانده شى.“
نو د دې محاصرې په وجه په ښار کښې د خوراک کمے دومره زيات شو چې د خر يو سر د سپينو زرو په اتيا سيکو باندې خرڅېدو او د تقريباً يو پاو د ګوګوشتکې غل د سپينو زرو په پينځو سيکو باندې خرڅېدل.
چې د مالِک خُدائ نه دا پېغام راغلے دے، ”زۀ به په يروشلم او د دې په ټولو خلقو افت راولم چې په کښې به هغه ټول لعنتونه وى چې په هغه کِتاب کښې ليکلے شوى دى کوم چې بادشاه ته بيان شو.
تاسو به په خپل سر باندې پټکے ساتئ او پېزار به په پښو کوئ. تاسو به غم او ژړا نۀ کوئ، او تاسو به په خپله ګناه کښې ضائع شئ او تاسو به په خپلو ټولو ګناهونو ماتم کوئ.
”اے بنى آدمه، د بنى اِسرائيلو قوم ته ووايه، تاسو داسې وايئ چې، زمونږ جرمونو او ګناهونو مونږ لاندې کړى يُو، او مونږ د هغوئ په وجه سخا او تباه شوى يُو، نو مونږ به څنګه ژوندى پاتې شُو؟
زۀ به په تاسو خوراک بند کړم، نو د لسو کورَنو اوړۀ به يو ښانک کښې يو ځائ تيارولے شى. هغوئ سره به خوراک ختم شى او چې کله تاسو هر څۀ وخورئ، نو بيا به هم اوږى يئ.
ستاسو کوم کسان چې ستاسو د دشمنانو په مُلک کښې ژوندى پاتې وى هغوئ به خرابتُراب شى، ستاسو خپلې ګناه او ستاسو د پلار نيکۀ د ګناه په وجه به داسې وشى.
خلق د اوبو په لټون کښې کلى په کلى سرګردانه ګرځېدل، خو هلته هم د څښلو دپاره کافى اوبۀ نۀ وې. خو بيا هم تاسو ما ته واپس رانۀ غلئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى.