Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 4:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 نو بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، زۀ به په يروشلم روټۍ بنده کړم. هغوئ چې کومه روټۍ خورى نو په ناپ تول او پرېشانۍ سره به يې خورى او کومې اوبۀ چې څښى نو د شمېر په څاڅکو به يې څښى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 4:16
18 Iomraidhean Croise  

هم د هغه کال د څلورمې مياشتې په نهمه ورځ، کله چې قحط دومره سخت وو چې د خلقو سره د خوراک هيڅ هم پاتې نۀ وُو،


نو د دې محاصرې په وجه په ښار کښې د خوراک کمے دومره زيات شو چې د خر يو سر د سپينو زرو په اتيا سيکو باندې خرڅېدو او د تقريباً يو پاو د ګوګوشتکې غل د سپينو زرو په پينځو سيکو باندې خرڅېدل.


هغۀ په هغه زمکه باندې قحط نازل کړو، او د دوئ د خوراک وسيلې يې تباه کړې.


تا خپلو خلقو ته ډيرې سختې ښودلى دى، مے دې مونږ ته راکړل او ډغرې مو وخوړلې.


مالِک خُدائ، ربُ الافواج به د يروشلم او يهوداه نه هغه هر څۀ لرې کړى چې په هغې پورې د خلقو ژوند تړلے دے. هغه به د هغوئ نه خوراک او د څښلو اوبۀ واخلى،


د څلورمې مياشتې په نهمه ورځ د صدقياه د حکومت په يوولسم کال، په ښار کښې قحطى ډېره سخته شوه، او آخر يې ټول خوراک بلکل ختم شوے وو.


ټولو خلقو يې د روټۍ په تلاش کښې آهونه کول. د خوراک دپاره يې خپل قيمتى څيزونه خرڅ کړل چې پرې خپل ځانونه ژوندى وساتى. ”اے مالِکه خُدايه، ما ته وګوره زۀ څومره سپکه کړے شوې يم.


مونږ د څښلو اوبۀ او د سوزولو خشاک په بيعه اخلو.


مونږ د روټۍ پېدا کولو دپاره خپل ځان په خطره کښې اچولے دے ځکه چې په ټوله علاقه کښې وسله وال ګرځى.


”اے بنى آدمه، کۀ چرې يو مُلک زما خلاف ګناه او بې‌وفائى وکړى او زۀ خپل لاس د هغوئ خلاف اوچت کړم او د هغوئ رزق بند کړم او په هغوئ باندې قحط نازل کړم او د هغه مُلک سړى او ځناور مړۀ کړم،


”ډېر ښۀ،“ هغۀ وفرمائيل، ”ښه نو د انسان د غُلو په ځائ خپله روټۍ د غواګانو په سپياکو پخه کړه.“


هرکله چې زۀ په تاسو د قحط د مرګونى او تباه کوونکى غشى ګزار وکړم، زۀ به په تا داسې ګزار وکړم چې تا به تباه کړم. زۀ به په تا بيا بيا قحط راولم او ستا د خوراک ذريعه به بنده کړم.


زۀ به په تاسو خوراک بند کړم، نو د لسو کورَنو اوړۀ به يو ښانک کښې يو ځائ تيارولے شى. هغوئ سره به خوراک ختم شى او چې کله تاسو هر څۀ وخورئ، نو بيا به هم اوږى يئ.


خلق د اوبو په لټون کښې کلى په کلى سرګردانه ګرځېدل، خو هلته هم د څښلو دپاره کافى اوبۀ نۀ وې. خو بيا هم تاسو ما ته واپس رانۀ غلئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى.


کله چې ګډُورى درېم مهر مات کړو نو ما د درېم جاندار دا آواز واورېدو چې، ”راشه.“ نو ما وليدو چې يو تور آس راغلو او د هغۀ د سوارۀ په لاس کښې يوه تله وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan