10-11 تا ته په ورځ کښې صرف د يو پاؤ روټۍ خوړلو او د دوو ګلاسو اوبو څښلو اجازت شته. دا څيزونه په احتياط په ناپ او په مقرر وخت سره خوړلے او څښلے شې.
مالِک خُدائ، ربُ الافواج به د يروشلم او يهوداه نه هغه هر څۀ لرې کړى چې په هغې پورې د خلقو ژوند تړلے دے. هغه به د هغوئ نه خوراک او د څښلو اوبۀ واخلى،
نو بيا ما هغه زمکه د ترۀ زوئ حنمايل نه د اوولسو سپينو زرو سيکو په بيعه واخستله.
”اے بنى آدمه، کله چې خوراک کوې نو ريږده، او کله چې اوبۀ څښې نو د يرې نه لړزېږه.
”اے بنى آدمه، کۀ چرې يو مُلک زما خلاف ګناه او بېوفائى وکړى او زۀ خپل لاس د هغوئ خلاف اوچت کړم او د هغوئ رزق بند کړم او په هغوئ باندې قحط نازل کړم او د هغه مُلک سړى او ځناور مړۀ کړم،
نو بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، زۀ به په يروشلم روټۍ بنده کړم. هغوئ چې کومه روټۍ خورى نو په ناپ تول او پرېشانۍ سره به يې خورى او کومې اوبۀ چې څښى نو د شمېر په څاڅکو به يې څښى.
د تول دپاره معيارى پېمانه به د سپينو زرو سيکه وى او يوه سيکه به شل جيرې وى. او شپېتۀ سيکې به د يوې منا په اندازه وى.“
زۀ به په تاسو خوراک بند کړم، نو د لسو کورَنو اوړۀ به يو ښانک کښې يو ځائ تيارولے شى. هغوئ سره به خوراک ختم شى او چې کله تاسو هر څۀ وخورئ، نو بيا به هم اوږى يئ.