1 ”نو اوس، اے بنى آدمه، يوه کچه ښخته راواخله، او په خپل مخکښې يې کېږده او پرې د يروشلم د ښار نقشه جوړ کړه.
د کومې ورځې نه چې دا ښار جوړ شوے دے نو د هغې ورځې نه تر ننه پورې زۀ دې خلقو غصه کړے او په قهر کړے يم. نو ځکه زۀ دا ښار د خپل مخ نه اخوا کوم.
مالِک ربُ الافواج خُدائ فرمائى چې، ”ونې يې ووهئ، او د خاورو د ډېرو نه د يروشلم محاصره وکړئ. دې ښار ته دې سزا ورکړے شى، ځکه چې په دې کښې د ظلم او زياتى نه بغېر نور څۀ په نظر نۀ راځى.
”اے بنى آدمه، د بابل بادشاه د تُورې دپاره دوه لارې په ګوته کړه چې په هغې لاړه شى، چې دواړه د يو ښار نه شروع شى. هلته کښې نښه جوړه کړئ چرته چې ښار ته خپلو کښې لارې جدا کيږى.
ما د پېغمبرانو سره کلام وکړو او ما پخپله ډيرې روياګانې څرګندې کړې او د پېغمبرانو په ذريعه مې درته تعبير کړې.
”صرف تاسو يئ چې ما د زمکې په ټولو قومونو کښې خوښ کړى يئ، نو ځکه به زۀ تاسو ته ستاسو د ټولو ګناهونو په وجه سزا درکړم.