21 زۀ به د قومونو په مينځ کښې خپل جلال ښکاره کړم، او ټول قومونه به وګورى هغه سزا چې زۀ يې نازلوم او هغه لاس چې ما په هغوئ باندې اېښے دے.
هر کله چې شپه او ورځ ستا د اصلاح دروند لاس په سر وو زما، لکه په سختې ګرمۍ کښې زور شو ختم زما.
څوک چې قومونه سموى نو سزا نۀ شى ورکولے څۀ؟ څوک چې انسان ته پوهه ورکوى په خپله به ناپوهه وى څۀ؟
زۀ به د فِرعون زړۀ سخت کړم او هغه به په دوئ پسې وى، خو زۀ به د فِرعون او د هغۀ په ټول لښکر فتح ومومم نو داسې به زما عزت وشى، او مِصريانو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“ نو بنى اِسرائيلو فرمانبردارى وکړه.
بيا جادوګرانو فِرعون ته ووئيل، ”دا د خُدائ پاک کار دے.“ خو د فِرعون زړۀ سخت وو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، چې فِرعون به د موسىٰ او هارون خبره نۀ اورى.
خو ما تۀ د دې دپاره بادشاه کړې چې خپل طاقت ستا په ذريعه څرګند کړم او چې زما نوم په ټوله دُنيا کښې خور شى.
اے مالِکه خُدايه، ستا لاس هغوئ ته سزا ورکولو دپاره اوچت شوے دے خو هغوئ هيڅ غور نۀ کوى، او هغوئ چې ستا قوم دپاره ستا غېرت ته وګورى نو وبه شرميږى. او بيا به تۀ سور اور په خپلو دشمنانو نازل کړې.
نو اوس، اے مالِکه خُدايه، زمونږ خُدايه پاکه، مونږ د اسوريانو بادشاه نه بچ کړه، نو داسې د دُنيا ټولو قومونو ته به پته ولګى چې صرف تۀ خُدائ پاک يې.“
زۀ به د خپل عظيم نوم قدوسيت ښکاره کړم، د کوم چې تاسو د نورو قومونو په مينځ کښې بېحرمتى وکړه. مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، کله چې زۀ د هغوئ د سترګو د وړاندې خپل ځان مقدس ښکاره کړم نو بيا به هغه قومونه په دې وپوهيږى چې زۀ مالِک خُدائ يم.
تۀ به زما د قوم بنى اِسرائيلو خلاف لکه د وريځ حمله وکړې کومه چې زمکه پټوى. په راتلونکو ورځو کښې، اے جوجه، زۀ به تا د خپل مُلک په خلاف راپاڅوم، نو چې مُلکونه ما وپېژنى کله چې ستا په وسيله زۀ خپل ځان د هغوئ د سترګو د وړاندې مقدس ښکاره کړم.
او بيا به زۀ خپله لوئى او پاکوالے ښکاره کړم، او زۀ به خپل ځان د ډېرو قومونو په وړاندې ښکاره کړم. بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“
د هغه مُلک ټول خلق به د هغوئ په ښخولو کښې مدد وکړى، په دې ورځ چې زۀ په دُنيا باندې خپل جلال څرګند کړم، نو دا کار به د دوئ دپاره د عزت باعث شى، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.
تۀ زما د قوم ښځې د خپلو ښائسته کورونو نه شړې. تۀ د هغوئ د بچو نه د تل دپاره زما نعمتونه اخلې.
زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى، د نمر راختو نه تر نمر پرېوتو پورې. په هر ځائ کښې به خوشبودارې او پاکې نذرانې ما ته راوړے شى، ځکه چې زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
کله چې تاسو دا تباهى په خپلو سترګو وګورئ نو وبه وايئ چې، مالِک خُدائ د اِسرائيل د سرحدونو نه بهر هم خپله لوئى ښکاره کوى.“
نو هغوئ بيا د فلستيه ټول بادشاهان راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”د بنى اِسرائيلو د لوظ صندوق واپس خپل ځائ ته ولېږئ، نو داسې به دا مونږ او زمونږ خاندان ونۀ وژنى.“ ټول ښار په وارخطايۍ آخته وو ځکه چې خُدائ پاک هغوئ له ډېره سخته سزا ورکوله.
کله چې هغوئ وکتل چې دا څۀ کيږى نو وې وئيل، ”د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک مونږ او زمونږ معبود دجون له سزا راکوى. مونږ د لوظ صندوق نور دلته نۀ شُو پرېښودلے.“
چې ګاډۍ روانه وى نو ورته ګورئ، کۀ دا د بيتشمس ښار طرف ته لاړه شى، نو د دې مطلب دا دے چې دا د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے چې هغۀ په مونږ باندې دا سخت افت راوستے دے. خو کۀ داسې نۀ وى، نو بيا به مونږ ته پته ولګى چې هغۀ وبا نۀ وه راوستې، او په خپله داسې وشول.“