Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 39:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 زۀ به تا راتاو کړم او رابه دې کاږم. زۀ به تا د شمال لرې ځائ نه راولم او د بنى اِسرائيلو د غرونو خلاف به دې ولېږم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 39:2
8 Iomraidhean Croise  

څوک چې په کوشش زما د ژوند د ختمولو شى هغوئ دې وشرميږى او وارخطايۍ سره دې مخ شى، څوک چې په نېت زما د خرابولو شى هغوئ ټول دې ناکامه او شرمنده شى.


لکه څنګه چې لوګے د هوا په وړاندې زغلى، دغه شان تاسو دوئ د خپل ځان نه وزغلوئ. لکه څنګه چې موم د اور په مخکښې ويلې کيږى، دغه شان دې بدکاره خلق د خُدائ پاک په وړاندې تباه کيږى.


ستا د غضب او غرور نه زۀ خبر يم او اوس به زۀ ستا په پوزه کښې پېزوان او ستا په خولۀ کښې قيضه واچوم او چې په کومه لار راغلے يې نو په هغې به دې واپس ولېږم.“


د شمال ټول شهزادګان او ټول صيدانيان هلته پراتۀ دى، هغوئ لاندې د وژلے شوو سره په بې‌عزتۍ لاړل باوجود د دې چې د هغوئ د طاقت په وجه دهشت خور وو. او اوس د هغوئ لاشونه د ناسنته په حالت کښې د مړو سره پراتۀ دى. او هغوئ خپله بې‌عزتى د هغوئ سره وزغمى څوک چې لاندې قبر ته روان دى.


تۀ به د خپل لرې ځائ شمال نه راشې، تۀ او ډېر قومونه به درسره وى، هغوئ ټول به په آسونو سوارۀ وى، يو لوئ لښکر، او تکړه فوج به وى.


”اے بنى آدمه، د جوج خلاف پېشګوئې وکړه او ورته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، اے جوجه، د مسک او توبل لوئ شهزاده زۀ ستا خلاف يم.


بيا به زۀ لينده ستا د ګس لاس نه واخلم او غشى به ستا د ښى لاس نه وغورزوم.


په آخر وخت کښې به د جنوب بادشاه هغۀ سره په جنګ شى، او د شمال بادشاه به د هغۀ خلاف د جنګى ګا‌ډو او آسونو سوارو او ډېرو سمندرى کشتو سره راوځى. هغه به په ډېرو مُلکونو حمله وکړى او هغوئ به لکه د سېلاب غوندې ختم کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan