زۀ به تا او ستا د نِهرونو هغه ټول کبان په صحرا کښې پرېږدم. تۀ به په اوچه زمکه پروت يې او تۀ به نۀ راغونډ او نۀ اوچت کړے شې. زۀ به تا د زمکې د ځناورو او د هوا د مارغانو خوراک کړم.
ترڅو چې ستاسو خبره ده اے زما رَمې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ به په خپله د يو ګډ او بل ګډ په مينځ کښې فېصله وکړم، او د ګډانو او د چېلو په مينځ کښې به عدالت کوم.