اے بنى آدمه، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى چې، هر قسمه مارغانو او ځناورو ته آواز وکړئ چې، راجمع شئ او د ټولو ګېرچاپېره ځايونو نه هغه قربانۍ دپاره راشئ چې زۀ يې تاسو دپاره تياروم، دا د بنى اِسرائيلو په غرونو لويه قربانى ده. هلته به تاسو غوښې وخورئ او وينه به وڅښئ.
کۀ څوک داسې کس له ګوتې وروړى چې قتل شوے وى يا د کور نه بهر په خپل مرګ مړ وى يا کۀ څوک د بنى آدم هډُوکى يا قبر له ګوتې وروړى، نو هغه به اووۀ ورځې ناپاک وى.