13 د هغه مُلک ټول خلق به د هغوئ په ښخولو کښې مدد وکړى، په دې ورځ چې زۀ په دُنيا باندې خپل جلال څرګند کړم، نو دا کار به د دوئ دپاره د عزت باعث شى، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.
نو بيا به دا ښار ما ته د ټولې دُنيا د خلقو په وړاندې خوشحالى، شُهرت، او عزت راکړى، کله چې دوئ د هغه ټولو ښۀ څيزونو په حقله واورى کوم چې زۀ د يروشلم سره کوم. او خلق به د دې ټول امن او آبادۍ نه متاثره شى او د يرې نه به په لړزان شى.
او ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ ستا خلاف يم اے صيدا، او زۀ به په تا کښې جلال حاصل کړم. نو هغوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم. کله چې زۀ په هغې د سزا فېصله وکړم او خپل ځان په هغې کښې مقدس ښکاره کړم.
هغۀ چې څومره قومونه پېدا کړى دى نو په هغه ټولو کښې به ستاسو مقام اوچت وى، نو ستاسو په وجه به د هغۀ د نوم صِفت او درناوے کيږى. تاسو به هغه قوم يئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته مقدس وى، لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده.“
او دا آزمېښتونه به دا خبره ثابته کړى چې ستاسو ايمان اصلى دے، او دا وآزمائيلے شو لکه څنګه چې سرۀ زر په اور آزمائيلے کيږى، خو ستاسو ايمان د فانى سرو زرو نه ډېر زيات قيمتى دے. نو ستاسو ايمان به د عيسىٰ مسيح د راښکاره کېدو په ورځ د جلال او احترام سبب شى.