Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 39:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 تر اوو مياشتو پورې به د بنى اِسرائيلو قوم هغوئ ښخوى د دې دپاره چې زمکه ترې صفا کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 39:12
7 Iomraidhean Croise  

”په هغه ورځ به زۀ جوج له په بنى اِسرائيلو کښې د يو لوئ قبرستان ځائ ورکړم، په هغه وادۍ کښې په کومه کښې چې خلق د سمندر مشرق خوا ته تلۀ راتلۀ کوى. دا به د مسافرو لاره بنده کړى، ځکه چې جوج او د هغۀ ټول لښکر به هلته ښخ وى. نو بيا به دې ته د هامون جوج وادى وئيلے کيږى.


د مُلک پاکولو دپاره به کسان لګولے شوى وى چې هغه صفا کړى. او د هغوئ سره څۀ کسان به په ټول مُلک کښې وګرځى او نور لاشونه چې په زمکه پاتې وى چې هغه ښخ کړى. او پوره اووۀ مياشتې به هغوئ خپل لټون جارى وساتى.


هلته يو ښار هم دے چې هامونه نوميږى. نو دغه شان به هغوئ زمکه پاکه کړى.


هر څوک چې د مړى سره ولګى نو هغه به اووۀ ورځې ناپاک وى.


کۀ يو سړے په خېمه کښې مړ شى، هر څوک چې د هغۀ د مرګ په وخت په خېمه کښې وى يا ورننوځى نو هغه به اووۀ ورځې ناپاک وى.


کۀ څوک داسې کس له ګوتې وروړى چې قتل شوے وى يا د کور نه بهر په خپل مرګ مړ وى يا کۀ څوک د بنى آدم هډُوکى يا قبر له ګوتې وروړى، نو هغه به اووۀ ورځې ناپاک وى.


نو هغه دې د شپې هلته نۀ شى پرېښودلے. هغه دې خامخا هم په هغه ورځ ښخ کړے شى، ځکه چې يو داسې مړے چې په ونه کښې ځوړند وى هغه په مُلک باندې د خُدائ پاک لعنت راولى. هغه مړے ښخ کړئ، نو تاسو به هغه مُلک پليت نۀ کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له په ميراث کښې درکوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan