9 تۀ او ستا ټول لښکر او هغه ډېر قومونه چې تا سره دى به ورمخکښې شى، لکه د طوفان په شان حمله به وکړى، او تاسو به لکه د وريځې په شان په هغه مُلک کښې خوارۀ شئ.
ګورئ، مالِک خُدائ به داسې قوى او طاقتور لښکر راولېږى، لکه د ږلۍ طوفان او زل زول او د باران د طوفان په شان، دا به لکه د زورَور سېلاب پرې حمله وکړى او په زمکه به يې سر د لاندې راوولى.
په آخر وخت کښې به د جنوب بادشاه هغۀ سره په جنګ شى، او د شمال بادشاه به د هغۀ خلاف د جنګى ګاډو او آسونو سوارو او ډېرو سمندرى کشتو سره راوځى. هغه به په ډېرو مُلکونو حمله وکړى او هغوئ به لکه د سېلاب غوندې ختم کړى.