Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 38:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 د فارس، ايتهوپيا او ليبيا خلق به تا سره شى، او دوئ سره به خپل ډالونه او جنګى ټوپۍ وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 38:5
10 Iomraidhean Croise  

دا د حام اولاد دے، کوش، مِصر، ليبيا او کنعان.


کوش د نمرود پلار وو، نمرود د دُنيا وړومبے طاقتور جنګيالے وو.


دا د حام اولاد دے: کوش، مِصر، ليبيا او کنعان.


هغۀ ټول ژوندى پاتې کسان بابل ته بوتلل، چرته چې هغوئ او د هغوئ اولاد تر هغې پورې د نوکرانو په توګه د هغۀ خِدمت کولو چې د فارس حکومت را اوچت شوے نۀ وو.


په وړومبى کال کښې چې خورس د فارس بادشاه وو، نو مالِک خُدائ هغه پېشګوئې پوره کړه چې هغۀ د يرمياه په ذريعه کړې وه. هغۀ د خورس په زړۀ کښې دا خبره واچوله چې دا فرمان وليکى او جارى يې کړى او خپلې ټولې بادشاهۍ ته يې ولېږى:


د فارس، لِديه او ليبيا فوجيان ستا په لښکر کښې شامل وُو. هغوئ خپل ډالونه او ټوپۍ ستا په دېوالونو راځوړند کړل چې تا ته شان و شوکت مِلاو شى.


د مِصر خلاف به تُوره رانازله شى، او په ايتهوپيا باندې به غم نازل شى. کله چې مِصر کښې مړى وشى، د هغۀ مال دولت به لوټ شى او د هغۀ بنيادونه به د بېخه وران شى.


د ايتهوپيا، ليبيا، د لِديه، عربو، او د کوب زما د غوره شوى مُلک خلق به د مِصر سره په تُوره قتل کړے شى.


کوم د دوو ښکرو ګډ چې تا وليدو دا د مادى او فارس د بادشاهانو نمائندګى کوى.


ايتهوپيا او مِصر د دې لامحدوده زور وو، فوط او ليبيا د دې اِتحاديان وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan