Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 38:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 او بيا به زۀ خپله لوئى او پاکوالے ښکاره کړم، او زۀ به خپل ځان د ډېرو قومونو په وړاندې ښکاره کړم. بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 38:23
17 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ پېژندلے شى، په خپل اِنصاف سره، خو اوس راګېر دى بدعمله خپل کردار سره.


زۀ به د فِرعون زړۀ سخت کړم او هغه به په دوئ پسې وى، خو زۀ به د فِرعون او د هغۀ په ټول لښکر فتح ومومم نو داسې به زما عزت وشى، او مِصريانو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“ نو بنى اِسرائيلو فرمانبردارى وکړه.


نو په دې وجه د تکړه قومونو خلق به ستا ثناء صِفت کوى، او د ظالمانو قومونو په ښارونو کښې به ستا نه يره کيږى.


زۀ چې کله تاسو د هغه مُلکونو نه واپس راولم او د هغه مُلکونو نه مو راغونډ کړم کومو ته چې تاسو خوارۀ وارۀ شوې وئ، نو زۀ به تاسو د ښکلې خوشبو په شان قبول کړم، او زۀ به خپل ځان ستاسو په مينځ کښې او د نورو قومونو په نظر کښې مقدس څرګند کړم.


نو تاسو به پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم کله چې زۀ تاسو د بنى اِسرائيلو مُلک ته واپس راولم، هغه مُلک ته چې ما په اوچتو لاسونو ستاسو پلار نيکۀ ته د ورکولو قسم کړے وو.


او ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ ستا خلاف يم اے صيدا، او زۀ به په تا کښې جلال حاصل کړم. نو هغوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم. کله چې زۀ په هغې د سزا فېصله وکړم او خپل ځان په هغې کښې مقدس ښکاره کړم.


مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، کله چې زۀ د بنى اِسرائيلو قوم د هغه مُلکونو نه راغونډ کړم کومو مُلکونو ته چې هغوئ خوارۀ وارۀ شوى وُو، زۀ به د هغوئ په مينځ کښې او د نورو قومونو په وړاندې خپل ځان مقدس وښايم. نو بيا به هغوئ په خپل مُلک کښې اوسيږى، کوم چې ما خپل خِدمتګار يعقوب له ورکړے وو.


زۀ به د خپل عظيم نوم قدوسيت ښکاره کړم، د کوم چې تاسو د نورو قومونو په مينځ کښې بې‌حرمتى وکړه. مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، کله چې زۀ د هغوئ د سترګو د وړاندې خپل ځان مقدس ښکاره کړم نو بيا به هغه قومونه په دې وپوهيږى چې زۀ مالِک خُدائ يم.


نو بيا قومونه به په دې پوهه شى چې ما مالِک خُدائ بنى اِسرائيل مقدس کړل، کله چې زما مقدسه عبادتګاه د تل دپاره د هغوئ په مينځ کښې ده.“


زۀ به په تاسو باندې پلې، غوښه راولم او په څرمن کښې به مو پټ کړم، زۀ به په تاسو کښې ساه واچوم، او تاسو به راژوندى شئ. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ ‎يم.“


تۀ به زما د قوم بنى اِسرائيلو خلاف لکه د وريځ حمله وکړې کومه چې زمکه پټوى. په راتلونکو ورځو کښې، اے جوجه، زۀ به تا د خپل مُلک په خلاف راپاڅوم، نو چې مُلکونه ما وپېژنى کله چې ستا په وسيله زۀ خپل ځان د هغوئ د سترګو د وړاندې مقدس ښکاره کړم.


د هغه مُلک ټول خلق به د هغوئ په ښخولو کښې مدد وکړى، په دې ورځ چې زۀ په دُنيا باندې خپل جلال څرګند کړم، نو دا کار به د دوئ دپاره د عزت باعث شى، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.


زۀ به د قومونو په مينځ کښې خپل جلال ښکاره کړم، او ټول قومونه به وګورى هغه سزا چې زۀ يې نازلوم او هغه لاس چې ما په هغوئ باندې اېښے دے.


کله چې زۀ هغوئ د نورو قومونو نه واپس راولم او هغوئ د خپلو دشمنانو د مُلکونو نه راغونډ کړم، نو زۀ به خپل ځان د نورو ډېرو قومونو د سترګو په وړاندې د دوئ په وسيله مقدس ښکاره کړم.


زۀ به خپل مقدس نوم د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په مينځ کښې څرګند کړم. زۀ به نور خپل مقدس نوم بې‌حرمتۍ ته پرې نۀ ږدم، او قومونه به پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ په بنى اِسرائيلو کښې مقدس ذات يم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan