22 زۀ به په وبا او قتل عام د هغۀ عدالت وکړم، زۀ به سېلابى بارانونه، ږلۍ او سوزونکى ګوګړ په هغۀ او د هغۀ په لښکرو او ورسره په نورو ډېرو قومونو نازل کړم.
او د هغۀ د عدالت آواز به د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې ورسيږى. ځکه چې مالِک خُدائ د قومونو خِلاف عدالت کوى. او هغه به د ټولو انسانانو فېصله واوروى او بدکاران به جنګونو ته حواله کړى. مالِک خُدائ دا فرمائى.
زۀ به په هغې وبا راولم او د هغې په کوڅو کښې به وينې روانې کړم. د هرې خوا نه به په تا حملې کيږى، ستا خلق به په کښې په تُوره مړۀ شى. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“
زۀ به ستا خلاف قحط او ځنګلى ځناور درولېږم، هغوئ به تاسو بېاولاده پرېږدى. وينه تويول او وباګانې به تاسو ته راورسيږى، او زۀ به جنګ ستاسو خلاف راولېږم. مالِک خُدائ په خپله داسې وفرمائيل.“