21 زۀ به تُوره د جوج خلاف په خپلو ټولو غرونو ورولېږم مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. د هر چا تُوره به د خپل ورور خلاف وى.
د عمونيانو او موآبيانو لښکرې د ادوم غر د اوسېدونکو خِلاف راوګرځېدې او د هغوئ هر يو کس يې ووژلو. کله چې هغوئ د ادوم لښکر تباه کړو نو هغوئ په يو بل باندې حملې شروع کړې.
هغۀ په هغه زمکه باندې قحط نازل کړو، او د دوئ د خوراک وسيلې يې تباه کړې.
مالِک خُدائ به اور او خپلې تُورې سره د دُنيا عدالت وکړى، او ډېر خلق به د هغۀ د لاسه ووژلے شى.“
ګورئ چې ما د تباهۍ کار په يروشلم کښې شروع کړلو کوم ښار چې زما په نوم ياديږى. نو ولې تاسو به د سزا نه خلاص شئ څۀ؟ تاسو به بېسزا پاتې نۀ شئ، ځکه چې زۀ په ټوله زمکه کښې او د هغوئ په ټولو اوسېدونکو باندې جنګ راولم، مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى.
او کۀ چرې زۀ په هغه مُلک جنګ راولم، او ووايم چې پرېږده چې تُوره د ټول مُلک نه تېره شى او زۀ په کښې انسانان او د دوئ ځناور مړۀ کړم،
زۀ به شاهى تختونه اولټه کړم او د پردو حکومتونو طاقت به ختم کړم. زۀ به جنګى ګاډۍ او د دې چلوونکى په بل مخ واړوم، آسونه او د دې سوارۀ به يو بل ووژنى.
په هغه ورځ به مالِک خُدائ خلق په لوئ درد اخته کړى. هر سړے به د بل لاس راونيسى، او هغوئ به په يو بل حمله وکړى.
کله چې د جدعون سړو بيګلې غږولې، نو مالِک خُدائ د دشمن لښکر دې ته جوړ کړو چې د خپلو تُورو سره په يو بل باندې حمله وکړى. هغوئ د بيتسِطه پورې د صريرات طرف ته او طبات ته نزدې ابيلمحوله پورې منډې وهلې.
بيا هغه او د هغۀ سړى د فلستيانو خِلاف جنګ له روان شول، فلستيان دومره په پرېشانۍ کښې وُو چې د يو بل خِلاف جنګېدل.