18 ”په هغه ورځ به داسې وشى، کله چې جوج د اِسرائيل په مُلک حمله وکړى، زما سخت قهر به راوپاريږى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.
اے مالِکه خُدايه ستا په حُکم او په چغه په رټلو بېخ د سمندر راښکاره شولو، او بنياد د زمکې راڅرګند شولو.
اے مالِکه خُدايه، تر کومې پورې به داسې وى؟ آيا تۀ به تر ابده خپل ځان پټوې؟ تر کومې پورې به خپل قهر او غضب لکه د اور بلوې؟
زۀ به نور تا دې ته پرې نۀ ږدم چې د نورو قومونو پيغورونه واورې، او نۀ به نور د قومونو د مسخرو نۀ په تکليف شې او نۀ به تۀ نور د خپلو خلقو دپاره د تيندک سبب يې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.“
مالِک خُدائ غېرتى او بدل اخستونکے خُدائ پاک دے، مالِک خُدائ بدل اخلى او د قهر نه ډک دے. او مالِک خُدائ د خپلو دشمنانو نه بدل اخلى او خپله غصه د خپلو دشمنانو خلاف جارى ساتى.
زما قهر به د اور په شان لمبې ووهى او په زمکه باندې هر څيز به وسوزوى. دا به لاندې دُنيا ته ورسيږى او د غرونو بېخونه به تباه کړى.
نو ځکه چې زمونږ خُدائ پاک سوزونکے اور هم دے.