حزقىايل 38:12 - Pakistani Yousafzai Pashto12 زۀ به لوټ مار جوړ کړم او خپل لاس به بيا ودان شوو کنډرو پسې او د هغه خلقو خلاف کړم چې د ډېرو قومونو نه راغونډ شوى دى، هغوئ اوس د څاروو او سامانونو نه مالا مال دى، او د دُنيا په مينځ کښې اوسيږى. Faic an caibideil |
ډيرې ورځې وروستو به تا ته حکم وشى چې مسلح شه. په راتلونکى کالونو کښې به تۀ په يو داسې مُلک حمله وکړې کوم چې د جنګ نه په آرام شوے دے، د چا خلق چې د ډېرو مُلکونو نه د بنى اِسرائيلو غرونو ته راغونډ شوى دى، کوم مُلک چې د ډيرې مودې نه وران وو. هغوئ د هغه مُلکونو نه راوستلے شوى دى، او اوس هغوئ ټول په امن کښې اوسيږى.