Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 38:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 تۀ به ووائې چې، زۀ به په هغه مُلک حمله وکړم چې دېوالونه يې نۀ وى، زۀ به په هغه خلقو باندې حمله وکړم چې پُراَمنه او په آرام ژوند کوى، هغوئ ټول بغېر د دېوالونو او دروازو او کُنډو اوسيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 38:11
16 Iomraidhean Croise  

لکه زمرى پټ په پرده کښې اِنتظار کوى، نيسى غريبان پروت دے په پټه اِنتظار کوى، رايې کاږى او په جال کښې يې راګېروى.


دشمن لافې وهلې، چې زۀ به په هغوئ پسې يم او زۀ به ورورسېږم، زۀ به د هغوئ غنيمت ووېشم او خپل ځان به په دې ښۀ موړ کړم. زۀ به خپله تُوره راوباسم او زۀ به هغوئ تباه کړم.


په هغه ورځ به پېغام رسوونکى زما نه په کشتۍ کښې روان شى چې د ايتهوپيا مغروره خلق ويروى. د مِصر د تباهۍ په ورځ به هغوئ ډېر پرېشانه شى، په يقين سره هغه ورځ راروانه ده.


د باغونو ونې به خپلې مېوې کوى او زمکه به خپل فصلونه کوى، او خلق به په خپل مُلک کښې په امن وى. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم، کله چې زۀ د هغوئ د غلامۍ جغ مات کړم او د هغه خلقو د لاس نه ورله خلاصون ورکړم چا چې هغوئ غلامان کړى دى.


نو په دې وجه، اے بنى آدمه، پېشګوئې وکړه او جوج ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې په هغه ورځ، کله چې زما خلق بنى اِسرائيل په امن اوسيږى ولې تۀ به دا نۀ ګورې څۀ؟


ډيرې ورځې وروستو به تا ته حکم وشى چې مسلح شه. په راتلونکى کالونو کښې به تۀ په يو داسې مُلک حمله وکړې کوم چې د جنګ نه په آرام شوے دے، د چا خلق چې د ډېرو مُلکونو نه د بنى اِسرائيلو غرونو ته راغونډ شوى دى، کوم مُلک چې د ډيرې مودې نه وران وو. هغوئ د هغه مُلکونو نه راوستلے شوى دى، او اوس هغوئ ټول په امن کښې اوسيږى.


نو مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى، ”زۀ هغه جلالى خُدائ هغه قومونو ته راولېږلم، چا چې تۀ لوټ کړے يې، ځکه چې هر څوک چې تا سره ولګى نو هغه د خپلې سترګې ګاټى سره لګى.


د هغوئ پښې د وينې د تويولو دپاره په منډه دى.


کله چې تاسو د اُردن سيند نه واوړئ، نو مالِک خُدائ به هغه مُلک تاسو له په ميراث کښې درکړى. هغه به تاسو د خپلو ټولو دشمنانو نه په حِفاظت کښې وساتى او تاسو به په امن کښې اوسېږئ.


کله چې د دان سړو اِمام او هغه څيزونه يوړل چې کوم ميکاه جوړ کړى وُو، هغوئ لاړل او په ليس يې حمله وکړه، چې کوم امن پسند خلق وُو او د جنګ دپاره تيار نۀ وُو. هغوئ د بيت‌رِحوب په وادۍ کښې وُو او هغوئ د دې اوسېدونکى قتل کړل او په ښار يې اور بل کړو. داسې هيڅ څوک هم نۀ وُو چې هغوئ يې بچ کړى وے، ځکه چې ليس د صيدا نه ښۀ لرې وو او د نورو خلقو سره د هغوئ لېن دېن نۀ وو. د دان قبيلې خلقو هغه ښار بيا جوړ کړو او په هغې کښې اوسېدل.


نو هغه پينځۀ سړى روان شول او د ليس ښار ته لاړل. هغوئ وليدل چې د هغه ځائ خلق د صيدانيانو په شان په امن سره اوسېدل. هغوئ امن پسند او غلى خلق وُو، د هيچا سره يې هم لانجه نۀ وه، هغوئ سره د ضرورت ټول څيزونه موجود وُو. هغوئ د صيدانيانو نه ښۀ لرې اوسېدل او د نورو خلقو سره يې هيڅ لېن دېن نۀ کولو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan