1 د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
هغوئ به په يو ځائ د نمرپرېواتۀ طرف په فلستيانو باندې حمله وکړى او چې د نمرخاتۀ طرف ته کوم خلق اوسيږى نو هغوئ به لوټ کړى. هغوئ به د ادوم او موآب په خلقو باندې فتح حاصله کړى او د عمون خلق به د هغوئ تابعدار شى.
په هغه وخت به مالِک خُدائ آسمانى طاقتونو له او د زمکې بادشاهانو له به سزا ورکړى.
نو بيا قومونه به په دې پوهه شى چې ما مالِک خُدائ بنى اِسرائيل مقدس کړل، کله چې زما مقدسه عبادتګاه د تل دپاره د هغوئ په مينځ کښې ده.“
”اے بنى آدمه، خپل مخ د ماجوج د مُلک د جوج خلاف کړه، د مسک او توبل د لوئ شهزاده، په خلاف پېشګوئې وکړه.
”اے بنى آدمه، د جوج خلاف پېشګوئې وکړه او ورته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، اے جوجه، د مسک او توبل لوئ شهزاده زۀ ستا خلاف يم.
په هغه ورځ، کله چې د زمکې ټول قومونه د دې خلاف يو ځائ شى، زۀ به د يروشلم نه د ټولو قومونو دپاره يو نۀ خوځېدونکے کاڼے جوړ کړم. هر هغه څوک چې د دې د لرې کولو کوشش کوى هغوئ به خپل ځانونه زخمى کړى.
او شپږمې فرښتې خپل جام د فرات په لوئ سيند کښې توئ کړو او د هغې اوبۀ وچې شوې چې د نمرخاتۀ د بادشاهانو دپاره لار تياره شى.
او هغه به راشى او په څلور ګوټه دُنيا کښې به قومونه دوکه کړى، يعنې جوج او ماجوج، او جنګ ته به يې راجمع کړى چې د سمندر د شګو په شان بېشمېره دى.