Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 37:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”ساه ته پېشګوئې وکړه، پېشګوئې وکړه، اے بنى آدمه، او ورته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى، اے ساه، د څلورو طرفونو هواګانو نه راشه، او په دې قتل شوو کښې ننوځه چې هغوئ راژوندى شى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 37:9
12 Iomraidhean Croise  

کله چې تۀ خپل روح راولېږې مخلوق راپېدا شى، او تۀ د زمکې مخ دوباره تازه کوې.


اے د شمال باده، راوالوځه، اے د جنوب باده راشه، زما په باغ باندې راوالوځه او د هغۀ خوشبو هرې خوا ته خوره کړه. زما جانانه خپل باغ ته راشه، او د هغې ښُکلې مېوې وخوره.


زۀ به خپل روح په تاسو کښې واچوم او تاسو به ژوندى شئ، او زۀ به تاسو په خپله زمکه آباد کړم. بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې ما مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى وُو، هغه ما وکړل. مالِک خُدائ داسې فرمائى.“


بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”دې هډوکو ته پېشګوئې وکړه او ورته ووايه، اوچو هډوکو، د مالِک خُدائ کلام واورئ.


مالِک قادر مطلق خُدائ دې هډوکو ته دا فرمائى چې، ګوره زۀ به په تاسو کښې ساه واچوم، او تاسو به راژوندى شئ.


نو بيا ما وليدل چې، پلې او غوښې په هغوئ باندې راغلې او بيا په څرمن کښې پټ شول، خو په هغوئ کښې ساه نۀ وه.


خو د هغۀ د ښکاره کېدو نه وروستو به د هغۀ بادشاهى ټوکړې ټوکړې شى، او دا به په څلورو حِصو تقسيم شى. دا به د دۀ اولاد ته پاتې نۀ شى، او نۀ به بيا هغه داسې طاقتوره وى لکه څنګه چې اول وه، ځکه د دۀ بادشاهى به د بېخ نه ختمه شى او نورو ته به حواله کړے شى.


زۀ ولې فديه ورکړم او هغوئ د عالِم ارواح نه آزاد کړم؟ زۀ هغوئ د مرګ د پنجې نه ولې خلاص کړم؟ اے مرګه، ستا د طاقت هغه لشه څۀ شوه؟ اے عالمِ ارواح ستا بربادى څۀ شوه؟ هغې نه کار واخله ځکه چې زۀ به رحم نۀ کوم.


فرښتې راله جواب راکړو، ”دا د آسمان څلور روحونه دى، دا د ټولې دُنيا د مالِک خُدائ د حضور نه بهر راوتل.


هوا اخوا ديخوا الوځى. تۀ د دې آواز خو اورې خو دا نۀ شې وئيلے چې دا د کومې راځى او چرته ځى. نو دغه حال د هر هغه چا دے چې د روحُ القُدس نه پېدا شوى دى.“


بيا ما ته ووئيلے شُو چې، ”دا ضرورى دى چې تۀ د ډېرو خلقو او قومونو او ژبو او بادشاهانو په حقله پېشګوئې وکړې.“


خو د درې نيمو ورځو نه پس خُدائ پاک په هغوئ کښې د ژوند ورکولو روح واچولو او هغوئ په خپلو پښو ودرېدل او چا چې دا وليدل، هغوئ ټول يرېدل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan