نو ما هم هغه شان پېشګوئې وکړه څنګه چې ما ته حکم شوے وو. او کله چې ما پېشګوئې کوله، نو ناګهانه بيا ما د هډوکو کړسار او شور واورېدو، او هډُوکى خپلو کښې يو بل سره يوځائ شول او ډانچې ورنه جوړې شوې.
بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”ساه ته پېشګوئې وکړه، پېشګوئې وکړه، اے بنى آدمه، او ورته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى، اے ساه، د څلورو طرفونو هواګانو نه راشه، او په دې قتل شوو کښې ننوځه چې هغوئ راژوندى شى.“