Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 37:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 نو ما هم هغه شان پېشګوئې وکړه څنګه چې ما ته حکم شوے وو. او کله چې ما پېشګوئې کوله، نو ناګهانه بيا ما د هډوکو کړسار او شور واورېدو، او هډُوکى خپلو کښې يو بل سره يوځائ شول او ډانچې ورنه جوړې شوې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 37:7
10 Iomraidhean Croise  

نو چې څنګه يرمياه هغه کلام خلقو ته اورول ختم کړو کوم چې ورته مالِک خُدائ حکم کړے وو چې دې خلقو ته يې واوروى نو سمدستى اِمامانو، نبيانو او ټولو خلقو هغه ونيولو او چغې يې کړې، ”دا ضرورى ده چې تۀ د دې په وجه مړ شې.


نو څنګه چې ما ته حکم شوے وو هم هغه شان ما وکړل. په ورځ کښې ما خپل سامان تړلے لکه د جلاوطنۍ دپاره راوويستلو. نو په ماښام کښې ما په خپلو لاسونو په دېوال کښې سورے وکړو. ما خپل سامان په توره تيارۀ کښې بهر کړو، په خپلو اوږو مې د هغوئ د سترګو د وړاندې اوچت کړو.


نو بيا ما وليدل چې، پلې او غوښې په هغوئ باندې راغلې او بيا په څرمن کښې پټ شول، خو په هغوئ کښې ساه نۀ وه.


ناګهانه د آسمان نه د تېز باد په شان آواز راغلو او په هغه ټول کور کښې خور شو چرته چې هغوئ ناست وُو.


چې کله خلقو دا واورېدل نو زړونه يې مات شول او پطروس او رسولانو ته يې ووئيل چې، ”اے وروڼو، نو مونږ ته څۀ کول په کار دى؟“


خو پطروس او يوحنا هغوئ ته په جواب کښې ووئيل، ”تاسو په خپله اِنصاف وکړئ چې ولې د خُدائ پاک په نظر کښې دا خبره ټيک ده چې مونږ د هغۀ په ځائ ستاسو ومنو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan