2 هغۀ زۀ د هغوئ په مينځ کښې مخکښې وروستو وګرځولم، او ما هلته ډېر زيات هډُوکى د هغې درې په زمکه وليدل. او هغه هډُوکى ډېر اوچ وُو.
لکه څنګه چې د زمکې په قلبې سره کاڼى برسيره شى، نو دغه شان به زمونږ هډُوکى د قبر په خولۀ کښې خوارۀ وارۀ پراتۀ وى.
د مالِک خُدائ لاس په ما وو، او هغۀ زۀ د مالِک خُدائ د روح په وسيله رابهر کړم او د يوې درې مينځ کښې يې ودرولم، او دا د هډوکو نه ډکه وه.
بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، دا هډوکى د ټول بنى اِسرائيلى قوم دى. هغوئ وائى چې، زمونږ هډوکى اوچ شوى دى او زمونږ اُميد ختم شوے دے، او مونږ ختم شوى يُو.
هغۀ ما نه تپوس وکړو، ”اے بنى آدمه، ولې دا هډُوکى ژوندى کېدے شى؟“ نو ما ورته په جواب کښې ووئيل، ”اے مالِک قادر مطلق خُدايه، صرف تۀ په دې پوهېږې.“
دا دوه غرونه د کنعانيانو په علاقه کښې د اُردن سيند نمرپرېواتۀ طرف ته دى، کنعانيان د اُردن په مېدان کښې اوسيږى، چې جِلجال ښار ته نزدې دے او د موره مقدسو ونو نه لرې نۀ دے.