”تخم به په خير سره کَرلے کيږى، د انګورو بوټى به ښۀ مېوه کوى، زمکه به خپل فصلونه کوى، او آسمانونه به پرخه ورَوى. زۀ به دا هر څۀ د ميراث په توګه د دې خلقو ژوندى پاتې شوو ته ورکړم.
زۀ اوس تاسو سره وعده کوم په دې وخت کښې چې غله لا په ګودام کښې شته، تاسو تر اوسه پورې خپل فصل نۀ دے لو کړے، او ستاسو د انګورو بوټو او د اينځرو ونو، انار او د زيتُونو ونو هيڅ مېوه لا نۀ ده کړې. خو د نن نه به زۀ تاسو له برکت درکړم.“
په هغه ورځ به د غرونو نه نوى مے څڅيږى، او غونډو نه به پئ بهيږى، او د يهوداه ټولو ولو کښې به ډيرې اوبۀ روانې وى، او د مالِک خُدائ د کور نه به يوه چينه بهيږى چې د کيکر وادى به اوبۀ کوى.