Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 36:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 نو په دې وجه، اے د بنى اِسرائيلو غرونو، د مالِک خُدائ کلام واورئ. مالِک قادر مطلق خُدائ غرونو غونډو او ګړنګونو، او درو ته داسې فرمائى چې، کندو کپرو، وران او تباه شوو ښارونو ته چې د نورو قومونو د لوټ او د خندا سبب ګرځېدلى دى،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 36:4
15 Iomraidhean Croise  

مونږ خپلو ګاونډيانو ته سپک ښکارو، او ګېرچاپېره خلق مونږ پورې خاندى او بې‌عزتى مو کوى.


ما ترې نه تپوس وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، دا به تر کومې پورې وى؟“ هغۀ راته وفرمائيل، ”دا به تر هغې پورې وى چې ښارونه يې تباه او خوشى شى او چې د کورونو نه يې خلق ختم شى او زمکه يې شاړه شى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، کله چې په بابل کښې ستاسو اويا کاله تېر شى، نو زۀ به ستاسو خوا ته راشم او خپله هغه د رحم وعده به پوره کړم چې تاسو بيا واپس خپل مُلک ته راولم.


نور به هغوئ د نورو قومونو د لاسه نۀ لوټ کيږى، او نۀ به يې ځنګلى ځناور خورى. هغوئ به په امن سره ژوند کوى، او هيڅوک به هغوئ نۀ شى يرولے.


زما دې په خپل ذات قسم وى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، ځکه چې زما د ګډو ښۀ شپونکے نشته نو په دې وجه لوټ شوې او د ټولو ځنګلى ځناورو د خوراک شوې، ځکه چې زما شپونکو زما د رمې لټون ونۀ کړو او زما د رمې په ځائ يې د خپل ځان خيال وساتلو،


”اے بنى آدمه، د بنى اِسرائيلو غرونو ته پېشګوئې وکړه او ووايه، اے د بنى اِسرائيل غرونو، د مالِک خُدائ کلام واورئ.


نو په دې وجه د بنى اِسرائيلو د مُلک په حقله پېشګوئې وکړه او غرونو او غونډو، ګړنګونو او درو ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ما په خپل غېرتى قهر کښې دې قوم ته دا ووئيل ځکه چې تاسو د نورو قومونو مسخرې تېرې کړې.


او زۀ به خپل لاس د هغوئ په خلاف وراوږد کړم او د هغوئ مُلک به د بيابان نه واخله تر دبله پورې خراب او خاموشه کړم چرته چې هغوئ اوسيږى. نو بيا به هغوئ په دې باندې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“


او داسې ووايه، اے د بنى اِسرائيل غرونو، د مالِک قادر مطلق خُدائ کلام واورئ. مالِک قادر مطلق خُدائ تاسو غرونو او غونډو، ګړنګونو او درو ته داسې فرمائى، زۀ به اوس ستاسو خلاف تُوره استعمالوم، او زۀ به ستاسو هغه علاقائى عبادتخانې تباه کړم چرته چې تاسو د بُتانو عبادت کوئ.


خو چې تاسو کومې زمکې ته ورننوځئ هغه د غرونو، مېدانونو مُلک دے، يو داسې مُلک چې په باران اوبۀ کيږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan