Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 36:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ستا دشمن دا پېغور درکولو چې، واه، ستاسو د غرونو پخوانۍ لوړې څوکې زمونږ شوې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 36:2
13 Iomraidhean Croise  

هغۀ هلته خپل مقدس ځائ لکه د لوړو آسمانونو په شان جوړ کړو، او لکه د هغه زمکې په شان چې د تل دپاره يې قائمه کړې ده.


اے پاکه خُدايه زما، هغوئ لکه د خر بوټى په شان سپک کړه، او لکه د بوسو دوئ د باد په وړاندې والوځوه،


نو بيا به تاسو د مالِک خُدائ سره په تعلق لرلو خوشحاله شئ. او زۀ به تاسو له لوئ عزت درکړم او په هغه ميراث به مو ماړۀ کړم د کوم لوظ چې ما ستاسو پلار نيکۀ يعقوب سره کړے دے. ما، مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.“


د عمونيانو په حقله مالِک خُدائ فرمائى چې، ”آيا د بنى اِسرائيلو څوک اولاد نشته؟ او د هغوئ څوک وارث نشته؟ نو بيا ولې د مولک بُت تابعدارى کوونکو د جاد په مال حال قبضه کړې ده او د هغوئ په ښارونو کښې اوسيږى؟“


عمونيانو ته ووايه چې، د مالِک قادر مطلق خُدائ‎ کلام واورئ. مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، کله چې زما د عبادتخانې بې‌عزتى کېدله او د بنى اِسرائيلو زمکه شاړه کېدله او د يهوداه خلق جلاوطن کېدل نو تاسو خوشحالى وکړه،


”اے بنى آدمه، ځکه چې صور د يروشلم په حقله داسې وئيلى دى چې، آو، د دې قومونو دروازه ماته شوې ده، او د هغوئ دروازې بلکل زما دپاره کولاو دى، نو اوس هغه تباه پرته ده نو زۀ به آباده شم.


ځکه چې تا ووئيل، ”دا دوه مُلکونه، اِسرائيل او يهوداه به زمونږ وى او مونږ به د دوئ جائيدادونه قبضه کړُو،“ اګر کۀ زۀ مالِک خُدائ هم هلته وم،


نو بيا به تاسو پوهه شئ چې ما مالِک خُدائ هغه بدې خبرې اورېدلې دى کومې چې تاسو د بنى اِسرائيل د غرونو په حقله کړې دى. تاسو ووئيل چې، دا وران او شاړ پراتۀ دى، مونږ ته دې د خوراک په توګه راکړے شوى دى چې وې خورو.


”اے بنى آدمه، د بنى اِسرائيلو غرونو ته پېشګوئې وکړه او ووايه، اے د بنى اِسرائيل غرونو، د مالِک خُدائ کلام واورئ.


مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ما په خپل غېرت کښې د نورو قومونو خلاف فېصله وکړه، او خاص د ټول ادوم په خلاف، ځکه چې هغوئ په ډيرې خوشحالۍ او سپک نظر سره زما مُلک خپل ملکيت کړو ترڅو هغوئ د هغۀ د څرن سرسبزه ځائ لوټ کړى.


تا له نۀ وو په کار چې زما د خلقو دروازو ته ننوتلے وې د هغوئ د تباهۍ په ورځ، او نۀ درله په کار وو چې تۀ د هغوئ د تباهۍ په ورځ د هغوئ په مصيبت باندې خوشحاله شوے وې، او نۀ د هغوئ د تباهۍ په ورځ هغوئ لوټ کړې.


قادر مطلق خُدائ زما طاقت دے. هغه زما پښې لکه د هوسۍ د پښو په شان کوى، هغه ما د دې جوګه کوى چې په اوچتو ځايونو وګرځم. دا دُعا د موسيقۍ د مشر دپاره ده چې د رباب د تارونو سره ده.


هغۀ دا موقع ورکړه چې په اوچتو مُلکونو حکومت وکړى، او هغوئ له يې د پټو د فصلونو خوراک ورکړو په هغوئ يې د يو ګټ نه شات وخوړل، د کاڼى په شان سختې زمکې نه يې د زيتُونو تېل ورکړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan