6 زما ګډې په ټولو غرونو او اوچتو غونډو سرګردانه وګرځېدلې. هغوئ په ټوله زمکه باندې خوَرې شوې، او چا هم نۀ د هغوئ لټون وکړو او نۀ يې وکتلې.
زۀ د ورکې شوې ګډې په شان بېلارې شوے يمه خپل خِدمت کوونکے دې ولټوه ځکه چې ما هېر کړى نۀ دى ستا حُکمونه.
وګوره زما ښې طرف ته وګوره هيڅوک زما پرواه نۀ کوى، زما پناه ګاه نشته هيڅوک زما د ژوند پرواه نۀ کوى.
ستا چې څومره زامن شوى دى په هغوئ کښې يو هم نشته چې ستا رهنمائى وکړى، تا چې څومره زامن لوئ کړى دى په هغوئ کښې يو هم نشته چې تا د لاس نه ونيسى او بو دې ځى.
زما د قوم شپونکى بېشعوره او بېعقله شوى دى. دوئ نور د مالِک خُدائ سره مشوره نۀ کوى. نو په دې وجه دوئ پوره ناکاميابه شوى دى، او د دوئ ټولې رمې دانه وانه شوې دى.
د دې نه مخکښې چې ډېر ناوخته شى مالِک خُدائ، خپل خُدائ پاک ته جلال ورکړئ. او هغه وپېژنئ د دې نه وړاندې چې هغه درباندې تيارۀ راولى، او تاسو تيندک وخورئ او په تورو تيارو غرونو کښې راوغورزېږئ. او د هغه نُور چې تاسو يې په انتظار کښې يئ نو مالِک خُدائ به هغه په تورو تيارو بدل کړى.
د يروشلم په کوڅو کښې ښکته پورته منډې ووهئ. اخوا ديخوا په غور سره وګورئ او په چوکونو کښې لټون وکړئ. کۀ چرې تاسو داسې يو کس هم پېدا کړئ چې هغه صداقت او اِنصاف کوى او په رښتياو پسې ګرځى، نو زۀ به دا ښار نۀ تباه کوم.
زما غوره شوے قوم د ورکو شوو ګډو په شان دے، د هغوئ د قوم شپونکو هغه په غلطو لارو روان کړى دى او په غرونو کښې يې سرګردانه پرېښودى دى. او هغوئ په غرونو او غونډو سرګردانه ګرځى او خپل د آرام کولو ځائ ترې نه هېر وى.
نو په دې وجه اے شپونکو، د مالِک خُدائ کلام واورئ،
څوک چې ژوندى پاتې شى هغوئ ټول به غرونو ته پناه اخستلو له لاړ شى، او هر يو به لکه د ګوګوشتکو په شان د خپلې ګناه په وجه زبيرګى کوى.
په هغوئ افسوس، ځکه چې هغوئ زما نه تښتېدلى دى. هغوئ تباه دى، ځکه چې هغوئ زما خِلاف سرکشى کړې ده. ما غوښتل چې هغوئ بچ کړم، خو هغوئ زما خلاف دروغ وئيلى دى.
زۀ به ټول قومونه رايوځائ کړم او هغوئ به لاندې د يهوسفط وادۍ ته راولم. هلته به زۀ د هغوئ خلاف عدالت شروع کړم، د خپل ميراث يعنې د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په خاطر، ځکه چې هغوئ زما خلق د قومونو په مينځ کښې خوارۀ وارۀ کړى دى او زما مُلک يې په خپل مينځ کښې تقسيم کړے دے.
زما نورې ګډې هم شته چې په دې شپول کښې نشته، زۀ به هغوئ هم ضرور دلته راولم. هغوئ به زما آواز اورى، او بيا به يوه رمه وى او شپونکے به يې هم يو وى.
ځکه چې تاسو د بېلارې ګډو په شان ګرځېدئ خو اوس تاسو خپل شپونکى او حفاظت کوونکى له بيا راغلى يئ.