حزقىايل 34:10 - Pakistani Yousafzai Pashto10 مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى چې، زۀ اوس د دې شپونکو خلاف يم او هغوئ به زۀ د خپلو ګډو دپاره ذمه وار وګرځوم. زۀ به هغوئ د خپلو ګډو د شپونتوب نه لرې کړم نو داسې به شپونکى نور خپل ځانونه نۀ شى مړولے. زۀ به خپلې ګډې د هغوئ د خُلو نه بچ کړم، او هغوئ به نور د دوئ خوراک نۀ وى.“ Faic an caibideil |
او بيا دا هم کۀ چرې يو صادق انسان د خپلو ښو لارو نه واوړى او بد چال چلن شروع کړى، نو زۀ به هغه په امتحان کښې واچوم او هغه به مړ شى. ځکه چې تا هغۀ له خبردارے نۀ دے ورکړے نو هغه به د خپلو ګناهونو په وجه مړ شى او کوم د صداقت کارونه چې هغۀ کړى دى نو هغه به ورته پاتې نۀ شى، او د هغۀ خون به ستا په غاړه وى.