9 خو کۀ تۀ يو بدعمله سړى له خبردارے ورکړې چې خپلې غلطې طريقې پرېږدى او هغه داسې ونۀ کړى، هغه به د خپلو ګناهونو په وجه مړ شى، خو تا خپل ځان د هغۀ د خون د ذمه وارۍ نه بچ کړو.“
د هغه چا به سخت تربيت وشى څوک چې صحيح لاره پرېږدى، څوک چې د اِصلاح کولو نه نفرت کوى نو هغه به مړ شى.
څوک چې د ډيرې رټنې باوجود بيا هم په خپل ضد قائم وى، نو هغه به ناګهانه تباه شى او هيڅ علاج به يې نۀ وى.
کۀ تۀ يو بدکاره انسان له خبردارے ورکړې او هغه د خپل شرارت او خرابو لارو نه منع نۀ شى هغه به د خپلو ګناهونو په وجه مړ شى، خو تۀ به خپل ځان بچ کړې.
خو کۀ تۀ صادق انسان ته خبردارے ورکړې چې ګناه مۀ کوه او هغه ستا خبره ومنى او ګناه کول پرېږدى، نو هغه به په يقين سره ژوندے پاتې شى ځکه چې هغۀ ستا خبردارے قبول کړو او تا په دې خپل ژوند بچ کړو.“
کۀ محافظ وګورى چې دشمن د هغه مُلک خلاف راروان دے نو هغه به بيګل وغږوى چې خلقو له خبردارے ورکړى.
نو بيا چې څوک د بيګل آواز واورى او هغې ته توجو ورنۀ کړى او جنګ او تُوره راشى او د هغۀ ژوند ختم کړى نو خون به يې په خپله غاړه وى.
خو کۀ محافظ دشمن وګورى چې راروان دے او بيګل ونۀ غږوى چې خلقو له خبردارے ورکړى او دشمن راشى او کۀ د يو سړى ژوند ختم کړى، نو هغه سړے خو به د خپلې ګناه په وجه مړ شى، خو زۀ به محافظ د هغۀ د مرګ ذمه وار وګرځوم.
خو هغه نوکر چې د خپل مالِک په طبيعت پوهيږى خو بيا هم د هغۀ په مرضۍ عمل ونۀ کړى، هغه به سخت وهل وخورى.
ځکه ما تاسو ته وفرمائيل چې تاسو به په خپلو ګناهونو کښې مړۀ شئ. کۀ چرې تاسو په دې باور نۀ کوئ چې زۀ هغه يم، يعنې، زۀ هم هغه پېغمبر يم نو تاسو به په خپلو ګناهونو کښې مړۀ شئ.“
نو بيا خبردار شئ چې په تاسو کښې هغه څۀ رانۀ شى څۀ چې نبيانو وئيلى دى چې،
وګورئ اے سپکو خلقو، حېران او تباه شئ، ځکه چې زۀ به ستاسو د ژوند په دوران کښې يو داسې کار وکړم چې تاسو به پرې يقين نۀ کوئ کۀ تاسو ته وئيلے شوى هم وى.“
بيا پولوس او برنباس په ډاګه ووئيل چې، ”دا ضرورى وه چې اول دې تاسو بنى اِسرائيلو ته د خُدائ پاک کلام واورولے شى، خو چې تاسو يې نۀ قبلوئ او خپل ځانونه د تل عُمرى ژوندون لائق نۀ ګڼئ، نو اوس مونږ غېريهوديانو ته دعوت ورکوو.
نو ځکه زۀ نن دا اِعلان کوم چې زما په غاړه د چا د خُون ذمه وارى هم نشته.
او اے عزيزانو، مونږ په تاسو زور راوړُو چې سستو خلقو ته نصيحت کوئ، بېزړۀ خلقو له ډاډګيرنه ورکوئ، د کمزورو مدد کوئ، او ټولو سره د صبر معامله کوئ.
نو پس خبردار شئ چې د هغۀ نه اِنکار ونۀ کړئ څوک چې تاسو ته کلام کوى. نو بيا هغه خلقو ته چې د خُدائ پاک کلام په زمکه اورولے شو، چې هغوئ رد کړو نو بچ نۀ شول، نو هغه پېغام چې د آسمان نه اورولے کيږى کۀ د هغۀ نه مخ اړوُو نو څنګه به بچ شُو؟
نو مونږ څنګه د سزا نه بچ کېدے شُو کۀ مونږ د دې لوئ خلاصون نه بېپرواه شُو، د کوم چې اول مالِک اعلان وکړو او بيا هغه خلقو وکړو چا چې هغه واورېدلو؟