5 ځکه چې هغۀ د کله نه چې د بيګل آواز واورېدو او توجو يې ورنۀ کړه، نو خون يې په خپله غاړه دے. کۀ چرې هغۀ خبردارى ته توجو ورکړې وه، نو هغۀ به خپل ځان بچ کړے وو.
نو د اِسرائيل بادشاه هغه خلقو له خبردارے ورکړو کوم چې په هغه ځائ کښې اوسېدل او د اِسرائيل بادشاه هغوئ د نظر لاندې ساتل. داسې څو څو ځلې وشول.
ځکه چې هغه زمونږ خُدائ پاک دے، او مونږ د هغۀ د سادين خلق يُو، او د هغۀ رمه يُو د چا چې هغه خيال ساتى. کۀ تاسو نن ورځ د هغۀ آواز واورئ،
د خپل پلار نيکۀ اِبراهيم او مور ساره په حقله سوچ وکړئ، چې تاسو يې زيږولى يئ. کله چې ما اِبراهيم راوغوښتلو، نو هغه بېاولاده وو، خو ما هغۀ له برکت ورکړو او ډېر اولاد مې ورکړو.
هغه په سود پېسې ورکوى او ډېره زياته ګټه اخلى. آيا داسې کس به ژوندے پاتې شى څۀ؟ نه هغه به پاتې نۀ شى. ځکه چې هغۀ دا ټول حرام کارونه وکړل، په يقين سره هغه به مړ شى او د هغۀ خون به د هغۀ د خپلې غاړې وى.
نو بيا چې څوک د بيګل آواز واورى او هغې ته توجو ورنۀ کړى او جنګ او تُوره راشى او د هغۀ ژوند ختم کړى نو خون به يې په خپله غاړه وى.
هغوئ ورته جواب ورکړو، ”اِبراهيم زمونږ پلار دے.“ عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”کۀ چرې تاسو د اِبراهيم اولاد وئ نو تاسو به هغه کارونه کول کوم چې اِبراهيم کول.
د ايمان په وسيله نوح د هغه څيزونو په باب کښې چې تر هغه وخته په نظر نۀ راتلل، هدايت وموندو او د خپل خاندان د بچ کولو دپاره يې کِشتۍ جوړه کړه. هغۀ د خپل ايمان په وسيله ټوله دُنيا مجرمه کړه او د هغه صداقت وارث شو چې د ايمان په سبب وو.