تاسو به په خپل سر باندې پټکے ساتئ او پېزار به په پښو کوئ. تاسو به غم او ژړا نۀ کوئ، او تاسو به په خپله ګناه کښې ضائع شئ او تاسو به په خپلو ټولو ګناهونو ماتم کوئ.
نو زۀ به تاسو له سزا درکړم. زۀ به په تاسو افتونه راولم يعنې لا علاجه بيمارۍ او تبې چې تاسو به ړاندۀ کړى او ستاسو ژوند به لنډ تنګ کړم. تاسو به تخم وکَرئ، خو هيڅ ګټه به درنۀ کړى، ځکه چې ستاسو دشمنان به په تاسو غالِب شى او چې تاسو څۀ کَرلى وى نو هغوئ به يې وخورى.