7 کله چې زۀ ستا د ژوند شمع مړه کړم، نو زۀ به آسمان پټ کړم او د دې ستورى به تور کړم، زۀ به نمر په وريځو سره پټ کړم، او سپوږمۍ به خپله رڼا نۀ خوروى.
کۀ هغه حُکم وکړى نو نمر به راونۀ خېژى، او ستورى به ونۀ ځليږى،
د صادقانو رڼا ډېره ځليږى، خو د بدعملو ډيوه په مړه کېدو ده.
هغه ياد ساته، د دې نه مخکښې چې د نمر، سپوږمۍ او د ستورو رڼا تا ته تته ښکاره شى او د باران نه پس بيا وريځې راواپس شى.
ټول ستورى او د ستورو قبيلې به ځلېدل بس کړى، نمر چې راخېژى نو دا به تور وى او د سپوږمۍ رڼا به ختمه شى.
په آسمان کښې ستورى به فنا شى. آسمان به داسې فنا شى لکه چې طومار راغونډولے شى او ستورى به داسې راوغورزيږى لکه د انګورو د بوټى نه اوچې پاڼې يا د اينځر د ونې نه اوچ اينځر راغورزيږى.
د دې نه مخکښې چې ډېر ناوخته شى مالِک خُدائ، خپل خُدائ پاک ته جلال ورکړئ. او هغه وپېژنئ د دې نه وړاندې چې هغه درباندې تيارۀ راولى، او تاسو تيندک وخورئ او په تورو تيارو غرونو کښې راوغورزېږئ. او د هغه نُور چې تاسو يې په انتظار کښې يئ نو مالِک خُدائ به هغه په تورو تيارو بدل کړى.
په تحفنحيس کښې به د ورځې تيارۀ شى کله چې زۀ د مِصر جغ مات کړم او د هغۀ زور به ختم شى. هغه به په وريځو کښې پټ شى، او د هغۀ کلى به قبضه کړے شى.
ځکه هغه ورځ رانزدې ده، د مالِک خُدائ ورځ رانزدې ده، د تورو تيارو ورځ، دا به د قومونو دپاره د قيامت ورځ وى.
نو مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، په کومه ورځ چې هغه ونه لاندې قبر ته ښکته شى نو هغه د اوبو چينې به ورباندې ماتم او وير وکړى. ما د هغې نِهرونه بند کړل، او د هغې بېحسابه اوبو بهېدل بند شول. نو د دې په وجه ما لبنان ته د ماتم کپړې واغوستې، او د زمکې ټولې ونې وچې شوې.
لکه څنګه چې شپونکى د خپلو ګډو سره وى او د خپلو خوَرو ګډو په تلاش کښې وى، نو هم داسې به زۀ هم د خپلو ګډو په تلاش کښې يم. زۀ به هغوئ د هغه ټولو ځايونو نه بچ کړم چرته چې هغوئ د تيارې او د وريځې په ورځ خوَرې ورې شوې وې.
هغوئ چې وړاندې ځى زمکه خوځيږى، آسمان لړزيږى، نمر او سپوږمۍ تيارۀ شى، او ستورى نور نۀ ځليږى.
دا د تورې تيارې او غم ورځ ده، د ګڼو وريځو او تورو تيارو يوه ورځ ده. لکه څنګه چې د سحر رڼا په غرونو راخوريږى داسې يو لوئ او طاقتور لښکر راروان دے، چې داسې به نۀ پخوا چا ليدلے وى او نۀ به په راتلونکى وخت کښې کله راشى.
نمر به تور شى، او سپوږمۍ به لکه د وينو تکه سره شى مخکښې د دې نه چې د مالِک خُدائ د قيامت هغه لويه او هيبتناکه ورځ راورسيږى.
نمر او سپوږمۍ به تور شى، او ستورى به نور نۀ ځليږى.
مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، ”په هغه ورځ به زۀ نمر په نيمه ورځ ښکته کړم او په زمکه به په رڼا ورځ تيارۀ راولم.
او هر کله چې د دغه ورځو تنګسيا تيره شى نو ”سمدستى به نمر تور شى او د سپوږمۍ رڼا به ورکه شى، ستورى به د آسمان نه راپرېوځى او آسمانى طاقتونه به ولړزولے شى.“
خو په هغه ورځو کښې د دې تنګسيا نه پس به نمر تور شى او سپوږمۍ به رڼا نۀ کوى.
په نمر، سپوږمۍ او په ستورو کښې به خاص نښې ښکاره شى. د سمندر د شور او چپو نه به په زمکه ټول قومونه پرېشانه وى.
بيا څلورمې فرښتې خپل بيګل وغږولو نو دې سره د نمر درېمه حِصه او د سپوږمۍ او د ستورو درېمه حِصه ووهلے شوه نو د دوئ درېمه حِصه تيارۀ شوله او د ورځې درېمه حِصه رڼا ختمه شوه او دغه شان د شپې دريمه حِصه رڼا هم ختمه شوه.