حزقىايل 32:4 - Pakistani Yousafzai Pashto4 زۀ به تا په زمکه راوغورزوم او په اوچ مېدان به دې راوولم. زۀ به د هوا ټول مارغان پرېږدم چې په تا کښېنى او د زمکې ټول ځناور به په تا باندې خپل ځانونه ماړۀ کړى. Faic an caibideil |
او د زمکې په مخ به يې خوارۀ وارۀ کړى او هلته به د هغه چا په وړاندې يعنې د نمر، سپوږمۍ او ستورو مخې ته پراتۀ وى د چا چې هغوئ عبادت کولو، ځکه چې هغوئ د دې څيزونو خِدمت کولو، او دې پسې روان وُو، او دې ته يې سجده کوله. د هغوئ هډُوکى به دوباره په خپلو کښې رايوځائ نۀ شى او نۀ به ښخ کړے شى بلکې د ډيران په شان به پراتۀ وى.