Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 32:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 تر دې چې ما هغه پرېښے وو چې هغوئ د دُنيا په ټولو خلقو کښې خپل دهشت خور کړى، فِرعون او د هغۀ ټول فوجيان به د ناسنتو په مينځ کښې پراتۀ وى، د هغوئ سره چې په تُوره وژلے شوى دى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 32:32
13 Iomraidhean Croise  

چې کله يعقوب او د هغۀ زامن په سفر روان وُو، نو د ګېرچاپېره ښارونو په خلقو باندې د خُدائ پاک سخته يره راغله، نو هيڅ څوک ورپسې نۀ شول.


ځکه چې زۀ د خُدائ پاک د مصيبت نه په يره کښې وم، او زۀ د هغۀ د شان او شوکت په وړاندې نۀ شوم ودرېدلے.


زمونږ د جلاوطنۍ د لسم کال د لسمې مياشتې په دولسمه ورځ د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،


د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،


د جلاوطنۍ په يوولسم کال، د درېمې مياشتې په اوله ورځ د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،


هغوئ د خپلو نورو جنګيالو په شان په عزت ښخ نۀ شول، څوک چې د خپلو وسلو سره عالمِ ارواح ته ښکته شوى وُو او چې ډالونه يې په لاشونو پراتۀ وُو او تُورې يې د سرونو د لاندې اېښې وې. د هغوئ ګناه د هغوئ دپاسه وه ځکه کله چې هغوئ لا ژوندى وُو نو هغوئ په هر چا دهشت خور کړے وو.


فِرعون او د هغۀ ټول فوجيان به هغوئ وګورى او هغه به د خپل ټول لښکر دپاره تسلى ومومى څوک چې په تُوره مړۀ کړے شوى وُو، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.


د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،


نو مونږ د مالِک خُدائ د يرې نه خبر يُو او د خلقو د پوهولو کوشش کوُو. خو خُدائ پاک ته په خپله زمونږ د اخلاص پته ده او اُميد دے چې ستاسو ضمير ته به هم پته وى.


د ژوندى خُدائ پاک په لاسونو کښې ورتلل ډېره هيبتناکه خبره ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan