Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 32:30 - Pakistani Yousafzai Pashto

30 د شمال ټول شهزادګان او ټول صيدانيان هلته پراتۀ دى، هغوئ لاندې د وژلے شوو سره په بې‌عزتۍ لاړل باوجود د دې چې د هغوئ د طاقت په وجه دهشت خور وو. او اوس د هغوئ لاشونه د ناسنته په حالت کښې د مړو سره پراتۀ دى. او هغوئ خپله بې‌عزتى د هغوئ سره وزغمى څوک چې لاندې قبر ته روان دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 32:30
11 Iomraidhean Croise  

نو وګورئ، زۀ قومونه د شمال د بادشاهتونو نه راغونډوم. د دُنيا بادشاهان به يروشلم او د يهوداه په ټولو ښارونو حمله وکړى او هغوئ به خپل تختونه د يروشلم د ښار په دروازه کښې قائم کړى.


د صور او صيدا ټولو بادشاهانو ته، او د سمندر د ساحلى علاقو بادشاهانو ته،


او ما د شمال ټولو نزدې لرې بادشاهانو ته، او پرله پسې د زمکې په مخ ټولو بادشاهتونو ته ورکړه. او د دې هر څۀ نه وروستو د بابل بادشاه به يې هم وڅښى.


نو بيا به زۀ تا د هغه چا سره لاندې کندې ته بوځم، هغه خلقو له څوک چې ډېر وړاندې تېر شوى دى. او زۀ به تا په لاندې زمکه کښې اوسوم، لکه د پخوانو تباه شوو سره به اوسيږى، د هغوئ سره څوک چې لاندې کندې ته روان وى، نو تۀ به بيا هيڅکله راواپس نۀ شې او نۀ به د ژوندو په دُنيا کښې خپل ځائ ته ورسېږې.


تۀ به د غېرو قومونو په لاسونو لکه د ناسنتو په شان مړ شې. ما مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائيلى دى.“


”اے بنى آدمه، خپل مخ دې د صيدا خلاف کړه، د هغې خلاف پېشګوئې وکړه


زۀ به په هغې وبا راولم او د هغې په کوڅو کښې به وينې روانې کړم. د هرې خوا نه به په تا حملې کيږى، ستا خلق به په کښې په تُوره مړۀ شى. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“


تۀ به د خپل لرې ځائ شمال نه راشې، تۀ او ډېر قومونه به درسره وى، هغوئ ټول به په آسونو سوارۀ وى، يو لوئ لښکر، او تکړه فوج به وى.


جُمر به هم سره د خپل ټول لښکر تا سره وى، او د شمال د لرې ځائ بيت‌تُجرمه به خپل ټول لښکر سره او نور ډېر قومونه به تا سره وى.


زۀ به تا راتاو کړم او رابه دې کاږم. زۀ به تا د شمال لرې ځائ نه راولم او د بنى اِسرائيلو د غرونو خلاف به دې ولېږم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan