3 مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به ډېر خلق درولېږم چې تا زما په جال کښې راګېر کړى، او په هغې کښې به دې د اوبو نه رابهر کړى.
زۀ سمندرى بلا يم څۀ؟ چې ما د نظر لاندې ساتې؟
انسان ته هيڅکله دا پته نۀ لګى چې په هغۀ به سخت وخت کله راځى. لکه څنګه چې کبان په جال کښې او مارغان په دام کښې اچانک راګېر شى، نو داسې به مرګ انسان سمدستى راګېر کړى.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”بلکې زۀ به اوس ډېر ماهيګر درولېږم چې هغوئ به دوئ راونيسى. او د دې نه وروستو به زۀ ډېر ښکاريان درولېږم او دوئ به هغوئ په هر يو غر، غونډۍ او د ګټانو د غارونو نه ښکار کړى.
هغۀ بره د آسمان نه اور راولېږلو او هغه زما هډوکو ته ورکوز شو. هغۀ زما پښو ته جال وغوړولو او زۀ يې د تلو نه منع کړم. هغۀ زۀ ګنګس کړې پرېښودم او ټوله ورځ بيماره وم.
نو زۀ به خپل جال هغۀ ته خور کړم، او هغه به زما په جال کښې راګېر شى، زۀ به هغه بابل ته د کلدانيانو مُلک ته راولم، خو هغه به يې ونۀ وينى، او هلته به هغه مړ شى.
زۀ به د هغۀ دپاره خپل جال خور کړم، او هغه به زما په دام کښې راګېر شى. زۀ به هغه بابل ته راولم او خپل قضاوت به هلته په هغۀ باندې وکړم ځکه چې هغه ما سره بېوفائى وکړه.
خو چې کله هغوئ الوځى رالوځى نو زۀ به پرې خپل جال ورلړه کړم او د هوا د مارغانو په شان به يې ښکته راکوز کړم. د هغوئ د بدعملۍ په وجه به زۀ سزا ورکړم.