Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 32:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 د هغوئ قبرونه په ژوره کنده کښې دى او د هغۀ فوجيان د هغۀ د قبر نه چاپېره ښخ دى. هغوئ ټولو چا چې د ژوندو په دُنيا کښې دهشت خورولو هغوئ قتل شول، او په تُوره مړۀ شول.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 32:23
14 Iomraidhean Croise  

بنى آدم د دې د قيمت نه خبر نۀ دے، او دا په دې دُنيا کښې نۀ ملاويږى.


نو بيا به زۀ د مالِک خُدائ په وړاندې، د ژوندو په مُلک کښې وګرځم.


زۀ تا ته ژړا کوم، اے مالِکه خُدايه، زۀ دا وايم چې، ”تۀ زما پناه ګاه يې، او تۀ د ژوندون په دُنيا کښې زما برخه يې.“


زما يقين دے د مالِک خُدائ مهربانى به ووينم، ترڅو چې زۀ دلته په دې دُنيا کښې يم.


ولې دا هم هغه سړے دے چا چې ښارونه تباه کړل او دُنيا يې په بيابان بدله کړه؟ ولې دا هغه سړے دے چې هغۀ هيڅکله هم خپل قېديان نۀ آزادول چې خپلو کورونو ته لاړ شى؟


ما وئيل چې د ژوندو په دې دُنيا کښې به زۀ بيا هيڅکله مالِک خُدائ ونۀ وينم او نۀ به د دې دُنيا په اوسېدونکو کښې يو سړے ووينم.


زۀ د هغه بې‌ګناه ګډُورى په شان وم چې د حلالولو دپاره روان کړے شوے وى او ما ته زما خِلاف د هغوئ د بدو منصوبو عِلم نۀ وو. هغوئ وئيل، ”راځئ چې د مېوې هغه ډکه ونه راوغورزوُو، راځئ چې هغه د ژوندو د دُنيا نه ختم کړُو چې نور د هغۀ نوم د دُنيا نه د تل دپاره ورک شى.“


نو بيا به هغوئ ستا په حقله د غم په مرثيو کښې داسې وائى، تۀ څنګه تباه شوې، د سمندرونو خلق به ستاسو مُلک قبضه کړى، اے مشهورې ښاريې، يو وخت داسې وو چې تا په سمندر بادشاهى کوله او په ټوله دُنيا مو يره خوره کړې وه.


نو بيا به زۀ تا د هغه چا سره لاندې کندې ته بوځم، هغه خلقو له څوک چې ډېر وړاندې تېر شوى دى. او زۀ به تا په لاندې زمکه کښې اوسوم، لکه د پخوانو تباه شوو سره به اوسيږى، د هغوئ سره څوک چې لاندې کندې ته روان وى، نو تۀ به بيا هيڅکله راواپس نۀ شې او نۀ به د ژوندو په دُنيا کښې خپل ځائ ته ورسېږې.


تر دې چې ما هغه پرېښے وو چې هغوئ د دُنيا په ټولو خلقو کښې خپل دهشت خور کړى، فِرعون او د هغۀ ټول فوجيان به د ناسنتو په مينځ کښې پراتۀ وى، د هغوئ سره چې په تُوره وژلے شوى دى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“


مالِک خُدائ ستا په حقله حکم کړے دے، اے نينوه، ”ستا اولاد به نۀ وى چې ستا نوم پرې پاتې شى. زۀ به هغه جوړ شوى تصويرونه او بُتان تباه کړم کوم چې ستاسو د معبودانو په عبادتخانو کښې دى. زۀ به ستا قبر تيار کړم، ځکه چې تۀ بدچلنه يې.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan