22 اسور خپل ټول فوج سره هلته پروت دے، هغه د خپلو ټولو وژلے شوو د قبرونو په مينځ کښې راګېر دے، هغوئ ټولو سره چې په تُوره قتل شوى دى.
زۀ به په خپل مُلک اِسرائيل کښې اسوريان تباه کړم او زۀ به هغوئ په خپلو غرونو کښې د پښو لاندې کړم. د هغوئ جغ به زما د خلقو نه اخوا شى او بوج به د هغوئ د اوږو نه اوچت شى.
ډېره موده مخکښې يو ځائ تيار شوے وو چرته به چې يو لوئ اور د اسور بادشاه سوزوى. د لرګو يو اوچت ډېرے به وى. مالِک خُدائ به د نِهر په شان د سوزېدونکو ګوګړو يوه لمبه پو کړى او دې له به اور ورکړى.
د حاران، کنه او عدن، د شيبا سوداګرو او د اسور او کِلمد خلقو هم تا سره تجارت وکړو.
عيلام هم هلته دے د هغۀ ټولې لښکرې د هغۀ د قبر نه چاپېره پرتې دى، هغوئ ټول حلال کړے شوى، په تُوره وژلے شوى دى. هغوئ ټولو چا چې د دُنيا په ټولو خلقو کښې دهشت خورولو لاندې زمکې ته ناسنته ښکته شول. هغوئ خپله بېعزتى د هغوئ سره وزغمى څوک چې لاندې عالمِ ارواح ته روان دى.
مسک او توبل هلته سره د خپلو ټولو لښکرو د هغوئ د قبرونو نه چاپېره دى. هغوئ ټول ناسنته دى، په تُوره وژلے شوى دى ځکه چې هغوئ د دُنيا په ټولو خلقو کښې خپل دهشت خور کړے وو.
مالِک خُدائ ستا په حقله حکم کړے دے، اے نينوه، ”ستا اولاد به نۀ وى چې ستا نوم پرې پاتې شى. زۀ به هغه جوړ شوى تصويرونه او بُتان تباه کړم کوم چې ستاسو د معبودانو په عبادتخانو کښې دى. زۀ به ستا قبر تيار کړم، ځکه چې تۀ بدچلنه يې.“
سمندرى جهازُونه به د قبرص نه راشى، هغوئ به اسور او عِبر فتح کړى، خو په آخر کښې به قبرص هم تباه شى.“