Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 32:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 لاندې قبر نه به تکړه مشران د مِصر او د هغۀ د اِتحاديانو په حقله وائى، هغوئ لاندې راغلل او هغوئ د ناسنتو سره مړۀ پراتۀ دى، هغوئ سره چې په تُوره مړۀ شوى دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 32:21
11 Iomraidhean Croise  

زما دشمنان دې ناګهانه مړۀ شى، هغوئ دې په قبر کښې ژوندى ورښخ شى، ځکه چې شرارت د دوئ په زړونو کښې وردننه شوے دے.


ځى به لاندې قبر ته ټول بدکاران، چې هېر کړے يې مالِک خُدائ دے هغه ټول قومونه به وى ورروان.


بدکاران په خپلو بدو عملونو سره خپل ځان تباه کوى، خو تر دې چې صادقان په مرګ کښې هم پناه ګاه لرى.


نو هغه تکړه سړى به لکه د بوسو په شان وى او د هغوئ بد عملونه به د اور د بڅرکى په شان وى. دواړه به يو ځائ داسې اور واخلى چې هيڅ څوک به يې مړ کولے نۀ شى.


د باغِ عدن کومه يوه ونه تا سره په شان او شوکت کښې مقابله کولے شى؟ خو تۀ به هم د عدن د نورو ونو سره لاندې زمکې ته راوغورزولے شې، تۀ به د ناسنتو په مينځ کښې څملې، د هغوئ سره څوک چې په تُوره وژلے شوى دى. دا به د فِرعون او د هغۀ د ټولو ګڼو خلقو اَنجام وى، ما مالِک خُدائ دا وفرمائيل.“


هغوئ ته ووايه، ولې تۀ د نورو نه ډېره ښائسته يې څۀ؟ ‎‏عالمِ ارواح ته لاړه شه او د ناسنتو په مينځ کښې پرېوځه.


هغوئ د خپلو نورو جنګيالو په شان په عزت ښخ نۀ شول، څوک چې د خپلو وسلو سره عالمِ ارواح ته ښکته شوى وُو او چې ډالونه يې په لاشونو پراتۀ وُو او تُورې يې د سرونو د لاندې اېښې وې. د هغوئ ګناه د هغوئ دپاسه وه ځکه کله چې هغوئ لا ژوندى وُو نو هغوئ په هر چا دهشت خور کړے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan