Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 32:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 ”اے بنى آدمه، د مِصر د بادشاه فِرعون په حقله د غم مرثيه ووايه او هغۀ ته ووايه، تۀ د مُلکونو په مينځ کښې لکه د زمرى په شان وې، خو په حقيقت کښې تۀ لکه د سمندر د اژدها په شان يې چې په خپلو نِهرونو کښې ګرځې راګرځې او په خپلو پښو سره اوبۀ تاووې او نِهرونه خړوې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 32:2
27 Iomraidhean Croise  

يهوداه، تۀ د ازمرى بچے يې، چې ښکار ووژنى او خپل غار ته راستُون شى، غزيږى او څملى. هيڅ څوک هم دا زړۀ نۀ شى کولے چې هغه راپاڅوى.


د دې د غوښې موړې د يوې بلې سره انښتې دى، دا مضبوطې جوړې دى او نۀ خوځيږى.


زۀ سمندرى بلا يم څۀ؟ چې ما د نظر لاندې ساتې؟


کۀ يو صادق انسان د بدکاره په سازش کښې راشى نو هغه بيا د ګنده چينې او يا خراب کوهى په شان وى.


لکه د غړمبېدونکى زمرى او يا د اوږى مېلو په شان هغه بدکاره انسان دے څوک چې په بې‌وسه خلقو باندې حکومت کوى.


زمرے، چې په ځناورو کښې د ټولو نه زيات تکړه دے او د يو څيز نه هم نۀ يريږى،


په هغه ورځ به مالِک خُدائ د خپلې زورَورې او کلکې تُورې نه کار واخلى چې هغه تښتېدونکې بلا له يعنې تاوېدونکې راتاوېدونکې بلا له سزا ورکړى او وې ووژنى کومه چې په سمندر کښې اوسيږى.


اے مالِکه خُدايه، پاڅه. ويښ شه او زمونږ مدد وکړه. د خپل طاقت نه کار واخله او مونږ بچ کړه، خپل طاقت داسې استعمال کړه لکه څنګه دې چې مخکښې استعمالولو. دا تۀ وې چې سمندرى بلا راحب دې ټوټې ټوټې کړه.


د ځنګل د زمرى په شان د قومونو سخت او تباه کوونکے دشمن د خپل غار نه راووتو، هغه د خپل ځائ نه راروان دے چې ستاسو زمکه تباه کړى او ستاسو ښارونه به وران ويجاړ کړى او هغه به خالى پاتې شى.


څوک دے دا چې لکه د نيل درياب په شان موجونه وهى، لکه د هغه سيند په شان چې اوبۀ يې په بره موجونه وهى او ټوله زمکه لاندې کوى؟


دا د مِصر فوج دے چې د نيل درياب په شان راوچت شوے دے او لافې وهى چې زۀ به راوچت شم او د سېلاب په شان به ټوله زمکه پټه کړم، زۀ به ټول ښارونه تباه کړم او په هغې کښې ټول خلق به هلاک کړم.


لاړ شئ او هغوئ زر راولئ چې په مونږ باندې دومره ژړا او سندرې ووائى ترڅو زمونږ سترګې د اوښکو نه ډکې شى، او زمونږ د بڼو نه اوښکې روانې شى.“


نو بيا به هغوئ ستا په حقله د غم په مرثيو کښې داسې وائى، تۀ څنګه تباه شوې، د سمندرونو خلق به ستاسو مُلک قبضه کړى، اے مشهورې ښاريې، يو وخت داسې وو چې تا په سمندر بادشاهى کوله او په ټوله دُنيا مو يره خوره کړې وه.


”اے بنى آدمه، د صور په حقله د غم مرثيه ووايه.


کله چې هغوئ په تا باندې ژړا او وير کوى، هغوئ به ستا په حقله د غم مرثيه وائى، څوک لکه د صور په شان خاموشه وو، چې سمندر يې محاصره کړے وو؟


”اے بنى آدمه، د صور د بادشاه په حقله د غم مرثيه ووايه او هغۀ ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تۀ د کامليت نمونه وې، د عقل نه ډک وې او ستا حُسن د کمال وو.


دا به د نورو بادشاهتونو په مينځ کښې د ټولو نه کمزورے بادشاهت وى او کله به هم په نورو بادشاهتونو خپل ځان اوچت نۀ کړى. زۀ به دا دومره کمزورے کړم چې دا به هيڅکله هم په نورو قومونو حکومت ونۀ کړى.


هغۀ ته ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، اے د مِصر بادشاه فِرعونه، زۀ ستا خلاف يم، تۀ لکه د يو لوئ اژدها په شان په خپلو نِهرونو کښې غزېدلے يې او تۀ دا وائې چې دريائے نيل زما دے او دا ما د خپل ځان دپاره جوړ کړے دے.


دا هغه د غم مرثيه ده چې دوئ به يې هغۀ ته ووائى. د دې مُلک لوڼه به دا وائى، د مِصر او د هغوئ ګڼ خلقو دپاره به د غم مرثيه وائى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“


”اے بنى آدمه، د مِصر په لښکرو باندې وير وکړه او هغه دواړه د نورو تکړه قومونو لوريانو سره لاندې زمکې ته حواله کړه، د هغوئ سره څوک چې قبر ته روان دى.


ولې دا ستاسو دپاره کافى نۀ ده چې په ښه ګياه کښې وڅرېږئ؟ ولې تاسو به نوره پاتې ګياه د پښو لاندې کوئ څۀ؟ ولې دا ستاسو دپاره کافى نۀ ده چې پاکې اوبۀ وڅښئ؟ ولې تۀ به نورې پاتې اوبۀ په پښو سره خړوئ څۀ؟


د شيبا او د ددان او د ترسيس سوداګر او د دې ټول کليوال به تا ته وائى، ولې تۀ لوټ کولو له راغلے يې څۀ؟ ولې تا خپل لښکر د دې دپاره راغونډ کړے دے چې لوټ مار وکړى، سپين زر او سرۀ زر يوسى، چې څاروى او سامانونه يوسى او ډېر مال لوټ کړى؟


دا قوم د طاقتور ازمرى په شان دے، کله چې هغه ملاست وى، هيڅ څوک دا زړۀ نۀ شى کولے چې پايې‌څوى. څوک چې بنى اِسرائيلو دپاره برکت وغواړى نو هغوئ به په خپله برکتى شى، او څوک چې ورباندې لعنت ووائى نو هغوئ به په خپله لعنتى شى.“


هر هغه څوک چې زما دا خبرې اورى او عمل پرې کوى، هغه به د هغه هوښيار کس په شان وګڼلے شى چا چې خپل کور د يو سخت ګټ دپاسه آباد کړے وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan