Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 32:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 دا هغه د غم مرثيه ده چې دوئ به يې هغۀ ته ووائى. د دې مُلک لوڼه به دا وائى، د مِصر او د هغوئ ګڼ خلقو دپاره به د غم مرثيه وائى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 32:16
7 Iomraidhean Croise  

داؤد د ساؤل او د هغۀ زوئ يونتن دپاره دا د غم سندره ووئيله،


يرمياه پېغمبر د يوسياه بادشاه دپاره يوه د غم سندره جوړه کړه. نو د اِسرائيل په مُلک کښې د سندرغاړو، ناريناؤ او زناناؤ دواړو دا يو رِواج جوړ شو، چې کله به هغوئ د هغۀ دپاره د غم ژړا کوله نو دا سندره به يې وئيله. دا سندره د مرثيو په کِتاب کښې ليکلے شوې ده.


مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى چې، ”هغه څۀ چې کېدونکى دى په هغې غور وکړئ. سندرې ويونکې او ماتم کوونکې ښځې راوغواړئ چې راشى، او هغه ښځې راوغواړئ چې په مړى په ژړا کولو کښې ماهرې دى.


نو بيا به هغوئ ستا په حقله د غم په مرثيو کښې داسې وائى، تۀ څنګه تباه شوې، د سمندرونو خلق به ستاسو مُلک قبضه کړى، اے مشهورې ښاريې، يو وخت داسې وو چې تا په سمندر بادشاهى کوله او په ټوله دُنيا مو يره خوره کړې وه.


”اے بنى آدمه، د مِصر په لښکرو باندې وير وکړه او هغه دواړه د نورو تکړه قومونو لوريانو سره لاندې زمکې ته حواله کړه، د هغوئ سره څوک چې قبر ته روان دى.


”اے بنى آدمه، د مِصر د بادشاه فِرعون په حقله د غم مرثيه ووايه او هغۀ ته ووايه، تۀ د مُلکونو په مينځ کښې لکه د زمرى په شان وې، خو په حقيقت کښې تۀ لکه د سمندر د اژدها په شان يې چې په خپلو نِهرونو کښې ګرځې راګرځې او په خپلو پښو سره اوبۀ تاووې او نِهرونه خړوې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan