14 بيا به زۀ د دې اوبۀ دومره خاموشه کړم او د دې دريابونه به لکه د تېلو په شان بهيږى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.
زۀ به د هغې ټول څاروى چې د سيند په خوا کښې څريږى تباه کړم، نور به د انسان پښې دا اوبۀ نۀ تاووى او نۀ به د ځناورو پښې دا خړوى.
کله چې زۀ د مِصر مُلک وران ويجاړ کړم او دا زمکه د هر څۀ نه خالى کړم، کله چې زۀ هغوئ ټول هلاک کړم څوک چې هلته اوسيږى، نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.