Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 32:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 زۀ به د هغې ټول څاروى چې د سيند په خوا کښې څريږى تباه کړم، نور به د انسان پښې دا اوبۀ نۀ تاووى او نۀ به د ځناورو پښې دا خړوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 32:13
6 Iomraidhean Croise  

نۀ به د انسان او نۀ به د ځناورو قدم په تا تېر شى، او د څلوېښتو کالو پورې به په کښې هيڅ څوک هم نۀ اوسيږى.


نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به ستاسو خلاف تُوره راواخلم او ستاسو سړى او د هغوئ ځناور به قتل کړم.


زۀ به دريائے نيل اوچ کړم او هغه زمکه به په بدعملو خلقو خرڅه کړم. د غېرو خلقو په لاس به دا زمکه او په دې کښې هر څۀ شاړ کړم. ما مالِک خُدائ دا وفرمائيل.


بيا به زۀ د دې اوبۀ دومره خاموشه کړم او د دې دريابونه به لکه د تېلو په شان بهيږى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.


”اے بنى آدمه، د مِصر د بادشاه فِرعون په حقله د غم مرثيه ووايه او هغۀ ته ووايه، تۀ د مُلکونو په مينځ کښې لکه د زمرى په شان وې، خو په حقيقت کښې تۀ لکه د سمندر د اژدها په شان يې چې په خپلو نِهرونو کښې ګرځې راګرځې او په خپلو پښو سره اوبۀ تاووې او نِهرونه خړوې.


ولې دا ستاسو دپاره کافى نۀ ده چې په ښه ګياه کښې وڅرېږئ؟ ولې تاسو به نوره پاتې ګياه د پښو لاندې کوئ څۀ؟ ولې دا ستاسو دپاره کافى نۀ ده چې پاکې اوبۀ وڅښئ؟ ولې تۀ به نورې پاتې اوبۀ په پښو سره خړوئ څۀ؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan