نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ د مِصر مُلک نبوکدنضر د بابل بادشاه له ورکوم، او هغه به د دې مال دولت ځان سره يوسى. هغه به دا لوټ کړى، خپلو فوجيانو ته به يې په تنخواه کښې حساب کړى.
د مِصر خلاف به تُوره رانازله شى، او په ايتهوپيا باندې به غم نازل شى. کله چې مِصر کښې مړى وشى، د هغۀ مال دولت به لوټ شى او د هغۀ بنيادونه به د بېخه وران شى.