مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ”زۀ به په خپله د دِيار د لوړې څوکې نه يوه څانګه راواخلم او هغه به وکرم، زۀ به يوه نازکه څانګه د يو لوَړ دِيار د څوکې نه راپرې کړم او هغه به په يو لوړ او اوچت غر وکرم.
د هغې څانګې مضبوطې وې، او د بادشاهانو د امساګانو جوړولو دپاره جوګه وې. دا د نورو ګڼو بوټو نه ډېره زياته اوچته شوه، او د خپل ګڼوالى او اوچتوالى په وجه د هر چا په نظر راتله.