Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 30:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 په هغه ورځ به پېغام رسوونکى زما نه په کشتۍ کښې روان شى چې د ايتهوپيا مغروره خلق ويروى. د مِصر د تباهۍ په ورځ به هغوئ ډېر پرېشانه شى، په يقين سره هغه ورځ راروانه ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 30:9
24 Iomraidhean Croise  

او د يهوداه مُلک په وجه به په مِصريانو باندې يره راشى، هر چا ته چې د يهوداه نوم واخستلے شى نو هغه به ويريږى، دا د هغه منصوبې په وجه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج د هغوئ خِلاف تياره کړې ده.


نو بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زما خِدمت کوونکے يشعياه درې کاله بربنډ او بغېر د څپلو نه ګرځېدلے دے. دا د هغې نښه ده چې په مِصر او ايتهوپيا باندې به څۀ کيږى.


چا چې په ايتهوپيا باندې يقين ساتلے وى او په مِصر باندې يې لافې وهلې وى نو هغوئ به مايوسه شى او وبه شرميږى.


کله چې مِصريانو ته د صور خبر مِلاو شى نو هغوئ به په غم اخته شى.


نو اوس دا خبره واوره، اے د عېش سره مينه لرونکې، تۀ خپل ځان محفوظ ګڼې او وائې، ”هم زۀ يم. او زما نه بغېر بل څوک نشته. زۀ به نۀ کله کونډه شم او نۀ بې‌اولاده.“


د ادوم د راغورزېدو په آواز به زمکه ټوله په لړزان شى، او د هغوئ د چغو او سورو آواز به د بحرِقُلزمه پورې اورېدلے شى.


مالِک خُدائ فرمائى، راپاڅه او په هغه ښارونو باندې حمله وکړه څوک چې په آرام او سکون کښې ژوند کوى. د چا چې نۀ دروازې شته او نۀ دېوالونه او يواځې اوسيږى.


ما مالِک خُدائ وفرمائيل. زما دپاره هغه وخت رارسېدلے دے چې خپله کاروائى وکړم. زۀ به وروستو نۀ شم، زۀ به رحم نۀ کوم، او نۀ به پښېمانه شم. ستاسو د چال چلن او عملونو په مطابق به ستاسو عدالت وکړم، مالِک خُدائ داسې فرمائى.“


نو بيا به د ساحل ټول شهزادګان د خپلو تختونو نه راکوز شى او خپله چُوغه به وباسى او خپلې د ګُلکارۍ جامې به يوې خوا ته کېږدى. هغوئ به د غم لباس واچوى په زمکه به کښېنى او د يرې نه به ريږدى، او ستا په تباهۍ به خفه کيږى.


هر هغه څوک چې د سمندر په غاړه اوسيږى، هغوئ تا ته حېران دى، د هغوئ بادشاهان يرې اخستى دى او پرېشانه شوى دى او شکلونه يې د يرې نه په بله اوړېدلى دى.


هرکله چې دا هر څۀ رښتيا شى، او يقيناً داسې به وشى، نو بيا به هغوئ په دې باندې پوهه شى چې يو نبى د هغوئ په مينځ کښې اوسېدو.“


تۀ به ووائې چې، زۀ به په هغه مُلک حمله وکړم چې دېوالونه يې نۀ وى، زۀ به په هغه خلقو باندې حمله وکړم چې پُراَمنه او په آرام ژوند کوى، هغوئ ټول بغېر د دېوالونو او دروازو او کُنډو اوسيږى.


زۀ به په ماجوج او په هغوئ څوک چې د سمندر په غاړه کښې په امن اوسيږى اور نازل کړم، او هغوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.


قادر مطلق خُدائ په خپل پاکوالى قسم وکړو چې هغه وخت به يقيناً راشى چې تاسو ته به پوزو کښې کُنډې واچولے شى او په راښکلو به بوتلے شئ، تاسو هر يو کس به داسې راښکلے شئ لکه څنګه چې په کُنډه کښې کب راښکلے شى.


نو ځکه رويا د مقرر وخت انتظار کوى، دا د آخرت په حقله خبرې کوى او دا به دروغ ثابت نۀ شى. اګر کۀ دا وخت اخلى، د دې انتظار وکړه، دا به خامخا پوره شى او ايسار به نۀ شى.


”اے د ايتهوپيا خلقو، تاسو به هم زما په تُوره ووژلے شئ.“


دا هم هغه لاپرواه ښار دے چې په حفاظت کښې پروت وو. هغې خپل ځان سره ووئيل، ”زۀ د ټولو نه غټ يم، او زما نه علاوه بل نشته.“ هغې نه څۀ کنډر جوړ شو او د ځنګلى ځناورو جاله شوه. هر هغه څوک چې په هغې تېريږى نو ورپورې به مسخرې کوى او د يرې نه به توبې وباسى.


ځکه چې تاسو په خپله ښۀ خبر يئ چې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ به لکه د غل په شان ناګهانه راشى.


نو هغه پينځۀ سړى روان شول او د ليس ښار ته لاړل. هغوئ وليدل چې د هغه ځائ خلق د صيدانيانو په شان په امن سره اوسېدل. هغوئ امن پسند او غلى خلق وُو، د هيچا سره يې هم لانجه نۀ وه، هغوئ سره د ضرورت ټول څيزونه موجود وُو. هغوئ د صيدانيانو نه ښۀ لرې اوسېدل او د نورو خلقو سره يې هيڅ لېن دېن نۀ کولو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan