Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 30:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 د مِصر خلاف به تُوره رانازله شى، او په ايتهوپيا باندې به غم نازل شى. کله چې مِصر کښې مړى وشى، د هغۀ مال دولت به لوټ شى او د هغۀ بنيادونه به د بېخه وران شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 30:4
19 Iomraidhean Croise  

د موآب خلق په خپل حال باندې ژاړى، هغوئ په سلګو سلګو د قير‌حراست ښار کشمش يادوى، د هغوئ حالت بدترين دے.


په هغه مُلک افسوس په کوم کښې چې د وزر آواز اورېدلے شى، او چرته چې د ايتهوپيا سيندونه بهيږى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به په مِصر کښې خانه جنګى راولم نو ورور به د ورور خِلاف شى او ګاونډى به د ګاونډى خِلاف شى. ښار به د ښار خِلاف شى او بادشاهى به د بادشاهۍ خِلاف شى.


نو بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زما خِدمت کوونکے يشعياه درې کاله بربنډ او بغېر د څپلو نه ګرځېدلے دے. دا د هغې نښه ده چې په مِصر او ايتهوپيا باندې به څۀ کيږى.


اے آسونو او جنګى ګاډو روان شئ، اے د مِصر تکړه سپاهيانو په دشمن حمله وکړئ، اے د ايتهوپيا، ليبيا، خلقو ډال راواخلئ او د لِديه خلقو څوک چې په غشو ليندو کښې تکړه يې.


د هرې خوا نه د هغۀ خلاف د جنګ چغې ووهئ. وګورئ هغه محاصره شوے دے، د هغۀ دېوالونه راغورزېدلى دى. دا د مالِک خُدائ د انتقام اخستو ورځ ده، د بابل نه انتقام واخلئ. کوم سلوک چې هغوئ د نورو سره کړے وو هم هغه شان سلوک ورسره وکړئ.


زۀ به په هغې وبا راولم او د هغې په کوڅو کښې به وينې روانې کړم. د هرې خوا نه به په تا حملې کيږى، ستا خلق به په کښې په تُوره مړۀ شى. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“


زۀ به د مِصر حال د خوا او شا ورانو مُلکونو نه بدتر کړم. او د هغۀ ښارونه به د تباه شوو ښارونو په مينځ کښې د څلوېښتو کالو پورې تباه پراتۀ وى. او زۀ به مِصريان په نورو قومونو او مُلکونو کښې خوارۀ وارۀ کړم.


نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ د مِصر مُلک نبوکدنضر د بابل بادشاه له ورکوم، او هغه به د دې مال دولت ځان سره يوسى. هغه به دا لوټ کړى، خپلو فوجيانو ته به يې په تنخواه کښې حساب کړى.


نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به ستاسو خلاف تُوره راواخلم او ستاسو سړى او د هغوئ ځناور به قتل کړم.


د فارس، ايتهوپيا او ليبيا خلق به تا سره شى، او دوئ سره به خپل ډالونه او جنګى ټوپۍ وى.


هغه به د مِصر د سرو او سپينو خزانې او ټول دولت قبضه کړى، او ليبيا او ايتهوپيا به هم هغۀ ته تسليم شى.


”اے د ايتهوپيا خلقو، تاسو به هم زما په تُوره ووژلے شئ.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan