Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 30:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 ”اے بنى آدمه، ما د مِصر د بادشاه فِرعون لاس مات کړو. هغه د رغېدلو دپاره ونۀ تړلے شو او نۀ ورسره تخته ولګولے شوه چې هغه دومره مضبوط شى چې تُوره ونيسى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 30:21
15 Iomraidhean Croise  

د مِصر بادشاه او د هغۀ لښکر بيا هيڅکله هم د مِصر نه لا نۀ ړل، ځکه چې اوس د بابل بادشاه د مِصر ټوله علاقه قبضه کړې وه، دا د فرات سيند نه واخله د مِصر شمالى سرحد پورې وه.


لاسونه مات کړه د بدکاره بدعمله انسان، هغوئ له داسې بدله ورکړه چې يو ظالم هم پاتې نۀ شى.


او مالِک خُدائ به د بدعملو زور ختم کړى، خو د صادقانو به حفاظت وکړى.


هغۀ له دې د تُورې خولۀ پڅه کړې ده، او په جنګ کښې دې د هغۀ ملګرتيا کړې نۀ ده.


د سر نه واخله تر پښو پورې ستاسو په بدن کښې يو ځائ هم روغ نشته. تاسو ټول ټکېدلى يئ، زخمى يئ او تغمې درباندې ولاړې دى. نۀ ستاسو زخمونه صفا کړے شوى دى، او نۀ ورباندې مرهم پټۍ شوې ده.


داسې څوک نشته چې ستا خيال وساتى، ستا د زخمونو دپاره دارو نشته، ستا دپاره علاج نشته دے.


مالِک خُدائ فرمائى چې، لکه څنګه چې ما د يهوداه بادشاه صدقياه د بابل بادشاه نبوکدنضر ته حواله کړو، دغه شان به زۀ د فِرعون حفرع د مِصر بادشاه هم د هغۀ دشمنانو ته حواله کړم څوک چې د دۀ مرګ پسې ګرځى.“


اے د مِصر پېغلې لورې، جِلعاد ته لاړه شه او هلته دارو ولټوه. خو ستاسو رنګارنګ دوائى به تاسو ته شفا درنۀ کړى.


مالِک خُدائ دا اعلان وکړو چې، د موآب ښکر مات شو، او د هغۀ طاقت ختم شو.“


زۀ به د بابل د بادشاه لاسونه مضبوط کړم او خپله تُوره به د هغۀ په لاس کښې کېږدم، خو زۀ به د فِرعون لاسونه مات کړم، او هغه به د هغۀ په وړاندې د مرګونى انسان په شان زبيرګى کوى.


بيا به زۀ لينده ستا د ګس لاس نه واخلم او غشى به ستا د ښى لاس نه وغورزوم.


تا د خپلو سوداګرو شمېر زيات کړے دے تر دې چې د هغوئ شمېر د آسمان د ستورو نه هم زيات دے، خو لکه د مُولخانو هغوئ زمکه صفا کړى او بيا والوځى او لاړ شى.


افسوس دې په بې‌کاره شپون وى، چې رمه پرېږدى. تُوره دې د هغۀ لاس او د هغۀ ښۍ سترګه ووهى. د هغۀ لاس دې مکمل اوچ شى، او د هغۀ ښۍ سترګه دې بلکل ړنده شى.“


او بيا يوې قوتناکې فرښتې د ژرندې د يو غټ پل په شان کاڼے راواخستو او سمندر ته يې ورګزار کړو او وې وئيل چې، ”دغه شان به د بابل لوئ ښار ونړولے شى او بيا به يې هيڅوک ونۀ وينى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan