16 زۀ به په مِصر اور ولګوم او پلوسيوم به د درد نه تاويږى. تيبس به په مينځ نيم کړم، او ميمفِس به په مسلسله پرېشانۍ کښې وى.
دا پېغام يرمياه ته د يهوداه د خلقو په حقله ورکړے شو څوک چې د مِصر په جنوبى ښارونو کښې لکه مجدال، تحفنحيس، ميمفِس او څوک چې په بره برخو کښې اوسېدل،
تا په خپلو ډېرو ګناهونو او بېايمانه تجارت خپل د عبادت ځايونه ګنده کړل. نو ما په تا اور ولګولو او هغۀ تۀ وسوزولې، او تۀ مې په زمکه د ټولو هغه کسانو په وړاندې په ايرو بدل کړې چې ستا تماشه يې کوله.
مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ به بُتان تباه کړم او په ميمفِس کښې مجسمې به ختمې کړم. نور به په مِصر کښې شهزاده نۀ وى، او زۀ به په ټول مُلک دهشت خور کړم.
زۀ به بره مِصر تباه کړم، او ضُعن ته به اور ولګوم، او تيبس ته به سزا ورکړم.
زۀ به خپل غضب د مِصر په مضبوط ښار پلوسيوم نازل کړم. او د تيبس ګڼ خلق به تباه کړم.
د هليوپوليس او بوبستيس ځوانان به په تُوره مړۀ شى، او دا ښارونه به په خپله قبضه کړے شى.
زۀ به په ماجوج او په هغوئ څوک چې د سمندر په غاړه کښې په امن اوسيږى اور نازل کړم، او هغوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.
ګورئ کۀ هغوئ د تباهۍ نه وتښتى هم، نو مِصر به هغوئ رايوځائ کړى، او ميمفِس به يې ښخ کړى. د هغوئ د سپينو زرو خزانې به په لوخو کښې ورکې شى، او د هغوئ په کورونو کښې به د ازغو بوټى راوټوکيږى.